د آئي اېم اېف سره سټاف لېول لوظنامه ٬ د رېټنګ ايجنسيو لخوا درجه بندۍ ښه كېدل د حكومت په اصلاحاتي تګلاره د نړيوال باور څرګندونه ده٬ په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال او فرصتونه شته : د خزانې وفاقي وزير واشنګټن كښې ملاقاتونه ٬ دستورو ته خطاب

واشنګټن ۔17اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د غوره معاشي نظم ٬ مالياتي او بهرني استحكام او د اصلاحات فعاله اقدامات په نتيجه كښې د پاكستان معيشت ښه شوے دے٬ په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورے چاپېريال او فرصتونه شته ٬ آئي اېم اېف سره سټاف لېول لوظنامه ٬ د رېټنګ ايجنسيو لخوا درجه بندي ښه كېدل د حكومت په …

واشنګټن ۔17اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د غوره معاشي نظم ٬ مالياتي او بهرني استحكام او د اصلاحات فعاله اقدامات په نتيجه كښې د پاكستان معيشت ښه شوے دے٬ په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورے چاپېريال او فرصتونه شته ٬ آئي اېم اېف سره سټاف لېول لوظنامه ٬ د رېټنګ ايجنسيو لخوا درجه بندي ښه كېدل د حكومت په اصلاحاتي تګلاره د نړيوال باور څرګندونه ده٬ د اېف بي آر په شمول د معيشت په بېلو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال مالياتي فنډ او نړيوال بنك كلنو غونډو په موقع د بېلو هېوادونو د خزانې وزيرانو ٬ اعلی عهدېدارو سره ملاقاتونو او د نړيوالو مالياتي ادارو تر اهتمام لاندې راجوړو كړ سيمينارونو او دستورو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده په دې موقع ده د چين د خزانې دوهم وزير لیاؤ مِن سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې په اقتصادي اصلاحات او دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره سټاف لېول لوظنامه د پاكستاني حكومت د اقتصادي اصلاحات په تګلاره د نړيوال باور عكاسي ده۔ وفاقي وزير خپل همڅنګ د چين په ماركيټ كښې د پانډا بانډ اجرا سره د اړوند پېشرفت څخه هم خبر كړو۔ ده د چين دوهم وزير په هېواد كښې كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كولو له حكومتي ګامونو څخه هم خبر كړو۔ دغسې وفاقي وزير د بورډ میټنګز په مهال په مرسته او ملاتړ كولو د آئي اېم اېف د اي ډي دفتر مننه وكړه۔ وفاقي وزير د چين د خزانې دوهم وزير ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ د خزانې وزير د امريكائي كانګرېس غړي او د فنانشل سروسز کمېټۍ چيئرمېن فرنچ هل سره ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې پاك امريكا معاشي اړيكو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير د بنګله دېش چيف اېډوائزر خصوصي استازي لطفی وائي صدیقی سره هم ملاقات وكړو۔ د خزانې وزير سږ كال په اګست كښې د پاكستان د نائب وزيراعظم د ډھاكه دورې ذكر كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه سيمه ايزې معاشي مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔ د خزانې وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د علم د تبادلې او د دوه اړخيزه استعداد زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر جے پی مورګن انوېسټمنټ سيمينار ته خپل خطاب كښې د پاكستان په اقتصادي او مالياتي پالېسۍ تفصيلي خبرې وكړې۔ ده په ملكي معيشت كښې د مثبت رجحانات ذكر كولو سره ووئيل د غوره معاشي نظم٬ مالياتي او بهرني استحكام او د فعاله اصلاحاتي اقدامات په نتيجه كښې بهتري راغلې ده۔ د خزانې وزير په دې موقع د سرمايه كارو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔ د خزانې وزير د عالمي اقتصادي فورم په غونډه كښې هم ګډون وكړو ۔ ده په فورم كښې ګډون كوؤنكي د فېډرل بورډ آف ریونیو په شمول د معيشت په بېلو څانګو كښې د روانو اصلاحاتو په اړه خبر كړل۔ ده ووئيل د مصنوعی زېركتيا استعمال سره په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې د وړو كروندګرو آمدن زيات شوے دے او په بېلو څانګو كښې د خذمات وړاندې كولو معيار لا ښه شوے دے

مزید خبریں