د پاكستان خلاف د افغان طالبانو د جارحيت ځواب لپاره د اولس پاك پوځ سره د يووالي څرګندونه

پېنډۍ ۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان خلاف د افغان طالبانو د جارحيت ځواب وركولو لپاره د اولس پاك پوځ سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د افغان طالبانو جارحيت او په ترهګرۍ د پاكستاني اولس سخت غبرګون رامخې ته شوے دے۔ د تفصيلات له مخې د خېبر پښتونخوا وګړو پاك پوځ سره د يووالې اظهار وكړو۔ وګړو ووئيل پاك پوځ افغان ترهه ګرو ته سم سبق ښودلے او د هغوي …

پېنډۍ ۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان خلاف د افغان طالبانو د جارحيت ځواب وركولو لپاره د اولس پاك پوځ سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د افغان طالبانو جارحيت او په ترهګرۍ د پاكستاني اولس سخت غبرګون رامخې ته شوے دے۔ د تفصيلات له مخې د خېبر پښتونخوا وګړو پاك پوځ سره د يووالې اظهار وكړو۔ وګړو ووئيل پاك پوځ افغان ترهه ګرو ته سم سبق ښودلے او د هغوي يې يو شمېر پوستې نيولې دي٬ د افغان رجيم د راپارونكو بريدنو په زړه پورې ځواب وركولو پاك پوځ ته پیرزوئنې وړاندې كوو٬ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په پوليزو سيمو طالبانو بريدونه كړي خو هر ځايې يې ماتې وخوړه۔ د هند په اشاره افغان طالبان په هر ډګر د پاك پوځ د لاسه ماتې خوړولو سره مخ كيږي٬ وګرو ووئېل پاكستان د افغانستان ملاتړ كونكې هند ته هم پورا ځواب وركړے۔ افغانستان د خپل لوظ پرله پسې خلاف ورزي كوي٬ هغه دې تر ټولو اول د ترهګرۍ نېټ ورك ختم كړي٬ افغانستان دې د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان نېټ ورك ختم كړي٬ بيا به خبره كيږي٬ تر كومې چې ترهګري ختمه شوې نه وي تر هغه وخت افغانستان سره دې اړېكې بحال نه كړې شي۔ دوي زياته كړه چې د خېبر پښتونخوا اولس پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔

مزید خبریں