د خزانې وزير د سټينډرډ چارټرډ بنك اعليٰ انتظاميه سره وليدل

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د سټينډرډ چارټرډ بنك اعليٰ انتظاميه سره ليدلي دي ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي د سټينډرډ چارټرډ بنك اعليٰ انتظاميه سره وليدل او د پاكسان او بېنك د اوږدې مودې د شراكتدارۍ د …

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د سټينډرډ چارټرډ بنك اعليٰ انتظاميه سره ليدلي دي ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي د سټينډرډ چارټرډ بنك اعليٰ انتظاميه سره وليدل او د پاكسان او بېنك د اوږدې مودې د شراكتدارۍ د اړيكو يې ستائنه وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير د نړيوال رېټنګ اېجنسو لخوا د پاكستان د معاشي اصلاحات د د توثيق ذكر وكړو۔ ده د پانډا بانډ اجراء او بيا لپاره د يورو بانډز او نړيوال سكوك د لارې د سرمايه كارۍ ماركيټونو ته د رسنې په منصوبو خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د تجارتي فنانسنګ په سهولتونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او د خزانې وزير بېنك څخه د نورو تجويزونو وړاندې كولو درخواست هم وكړو۔

مزید خبریں