د خزانې وزير سېنېټر د ملټي ليټرل انويسټمنټ ګارنټي ايجنسۍ (ميګا) ايګزيكټو نائب صدر هيروشي ماتانو سره وليدل

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د ملټي ليټرل انويسټمنټ ګارنټي ايجنسۍ (ميګا) ايګزيكټو نائب صدر هيروشي ماتانو سره ليدلي دي ۔ د زيارت په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع ده د ثالثۍ په جاري معاملو كښې …

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د ملټي ليټرل انويسټمنټ ګارنټي ايجنسۍ (ميګا) ايګزيكټو نائب صدر هيروشي ماتانو سره ليدلي دي ۔ د زيارت په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع ده د ثالثۍ په جاري معاملو كښې په مرسته د ميګا مننه وكړه او د پاكستان لخوا د سرمايه كارو اعتماد او د قامي ګټې تحفظ لپاره يې د عزم پخلے وكړو۔ د خزانې وزير مِيګا لخوا د لنډې مودې د تجارتي فنانس سهولت د مجوزه منصوبې هركلے وكړو٬ د مجوزه منصوبې له مخې به خوراك٬ سرې٫ توان او د ضروري مشينرۍ درامد له مرسته ترلاسه شي۔ د خزانې وزير په دې موقع د دې منصوبې په وخت نفاذ لپاره زور هم راوړو۔

مزید خبریں