اسلام آباد 16اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز ملاقات كړے چې پكښې د پاك آسټريليا اړيكو٬ د شريكې مرستې ودې او بېلو څانګو كښې د همكارۍ عمل زياتولو په اړه تفصيلي خبرې شوي۔په ملاقات كښې د كوسټ ګارډز٬بارډرمنيجمنټ او بشري قاچاق مخ نيوي لپاره مرسته لا موثره كولو په اړه هم اتفاق راغلو ۔د آسټرېلېا هائي كمشنر د ترهه ګرو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د آسټرېليا هائي كمشنر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 16اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز ملاقات كړے چې پكښې د پاك آسټريليا اړيكو٬ د شريكې مرستې ودې او بېلو څانګو كښې د همكارۍ عمل زياتولو په اړه تفصيلي خبرې شوي۔په ملاقات كښې د كوسټ ګارډز٬بارډرمنيجمنټ او بشري قاچاق مخ نيوي لپاره مرسته لا موثره كولو په اړه هم اتفاق راغلو ۔د آسټرېلېا هائي كمشنر د ترهه ګرو بريدونو او اوسنو ناوړه پیښو كښې د پوليس افسرانو پشمول د امنيتي ځواكونو اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه ۔هائي كمشنر نيل هاكنز د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اسلام آباد پرمختيائي پروژو ستائنې كولو سره ووئيل دې څخه ښار كښې ځانګړې ښه والے راغلے٬هغه د قذافي سټېډيم ښكلا او بحالي ستائېلو سره ووئېل په پاكستان كښې تير وخت يادګاري دے او په لاهور كښې د پاك دامن بي بي دربار زما د خوښې ځاے دے۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل پاكستان د غېر قانوني اميګريشن حوصله متولو او دقانوني اميګرېشن په وده باور لري۔داخله وزير دوه اړخيزه اړيكو كښې د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز هڅې ستائېلو سره د هغه سباؤن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په دې موقع وزير مملكت طلال چوهدري٬داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا او د آسټرېليا هائي كمېشن اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔











