په سوات موټروے ټنل سره نزدې ټرافېكي پیښه٬ د يوې كورنۍ 15 كسان مړه٬ 8 سخت ژوبل شول

پېښور 16اكتوبر(اے پي پي)په ملاكنډ سوات موټروے ټنل نمبر 3 سره نزدې يوه خفګاني ټرافېكي پیښه رامخې ته شوې چرته چې د ټرك اپوټه كېدو له امله 15 كسان په حق رسېدلې او 8 ژوبل شول ۔په حق رسېدلېو او ژوبل شوو كښې سړي٬ميرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د ملاكنډ رېسكيو 1122 وياند له مخې د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 ملاكنډ ميډيكل ريسپانس ډلې د ايمبولنس سره …

پېښور 16اكتوبر(اے پي پي)په ملاكنډ سوات موټروے ټنل نمبر 3 سره نزدې يوه خفګاني ټرافېكي پیښه رامخې ته شوې چرته چې د ټرك اپوټه كېدو له امله 15 كسان په حق رسېدلې او 8 ژوبل شول ۔په حق رسېدلېو او ژوبل شوو كښې سړي٬ميرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د ملاكنډ رېسكيو 1122 وياند له مخې د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 ملاكنډ ميډيكل ريسپانس ډلې د ايمبولنس سره سمدستي د پېښې ځاې ته روانې شوي۔د پېښې په ځاې موټروے پوليس او عمله هم موجود وه٬ چا چې د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اوخستله۔شريكو كاروائيو په مهال موټروے پوليس او عملې ځينې ژوبل او مړي د خپلو ګاډو د لارې ډي ايچ كيو روغتون بټخيله ته منتقل كړل او رېسكيو 1122 ډلو نور پاتې كسان هم ډي ايچ كيو روغتون بټخيله ته منتقل كړل ۔روغتون ته په رسېدو ډاكټرانو د 15 كسانو په حق رسېدلو تصديق وكړو او 8 ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې شوه ۔په دې كښې څلور سخت ژوبل شوي د تشويشناك حالت له امله سوات ته ريفر كړے شول ۔ابتدائي معلومات له مخې د ټولو ځپليو كسانو تعلق د سوات تحصيل بحرين ګبرال سيمې څخه وو۔دا كوچۍ كورنۍ وه كومه چې بيلو سيمو ته په موسمي كډه كوي۔د پیښې نوعيت سنګين ؤ خو رېسكيو 1122 ملاكنډ په وخت او پيشه وره كاروائيو له امله نور ځاني زيان څخه بچ كېدل ممكن شول

مزید خبریں