د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب د سعودي خپل همڅنګ محمد عبدالله عبدالعزيز الجدعان سره وليدل

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د سعودي خپل همڅنګ محمد عبدالله عبدالعزيز الجدعان سره مهم ملاقات كړے٬ په دې موقع دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه په زياتو شوو تجاري اړيكو او سرمايه كارۍ رڼا واچوله۔ وفاقي وزير د سعودي خپل همڅنګ د پي آئي …

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د سعودي خپل همڅنګ محمد عبدالله عبدالعزيز الجدعان سره مهم ملاقات كړے٬ په دې موقع دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه په زياتو شوو تجاري اړيكو او سرمايه كارۍ رڼا واچوله۔ وفاقي وزير د سعودي خپل همڅنګ د پي آئي اے او د ايئرپورټ د نجكارۍ د پېشرفت په اړه خبر كړو او پاكستان كښې د نجي سرمايه كارۍ په وده يې هغوي سره خبرې وكړې٬ په دې موقع د نجي سرمايه كارۍ په وده كښې د نړيوال مالياتي كارپوريشن او د ملټي ليټرل انويسټمنټ ګارنټي ايجنسي (ميګا) په مهم كردار هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سېنېټر اورنګزيب په پاكستان كښې د بنيادي ډھانچې منصوبو لپاره د سعودي د مرستې د خوښي څرګنده كړه۔ د خزانې وزير په دې موقع د آئي اېم اېف پروګرام له مخې په اصلاحاتي اېجنډا ثابت قدمه پاتې كېدو لپاره هم عزم څرګند كړو۔