اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي دي د نيشنل هيلتھ سپورټ پروګرام له مخې په اساسي او ټولنيزه كچه د ضروري اقدامات پېكج جوړ شوے٬ د غوره اقدامات په سبب د پاكستان په يونيورسل هيلتھ كوريج انډيكس كښې پرله پسې ښه والے راغلے دے ۔ دا خبرې ده په قاهره (مصر) كښې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د …
د نيشنل هيلتھ سپورټ پروګرام له مخې په اساسي او ټولنيزه كچه د ضروري اقدامات پېكج جوړ دے٬ د غوره اقدامات په سبب د پاكستان په يونيورسل هيلتھ كوريج انډيكس كښې پرله پسې ښه والے راغلے۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي دي د نيشنل هيلتھ سپورټ پروګرام له مخې په اساسي او ټولنيزه كچه د ضروري اقدامات پېكج جوړ شوے٬ د غوره اقدامات په سبب د پاكستان په يونيورسل هيلتھ كوريج انډيكس كښې پرله پسې ښه والے راغلے دے ۔ دا خبرې ده په قاهره (مصر) كښې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د ختيز بحيره روم سيمې په 72مه غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل د يونيورسل هيلتھ كوريج باوري كولو عزم لرو٬ د روغتيا نظام قوي كولو لپاره موثره اقدامات روان دي۔ ده ووئيل پاكستان د روغتيا په څانګه كښې تياري او په سمدستي توګه د غبرګون صلاحيت ښه كړے شوے چې پكښې د هېواد سرمايه كارۍ او د شراكتدارو مرستې مهم كردار لوبولر۔ ده ووئيل پاكستان د پوليو وائرس د خاتمې پوخ عزم لري٬ 4 كروړه 50 لكه كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركولو كمپائن روان دے٬ د موثره نګرانۍ نظام او كوټلې هڅې روانې دي، ده ووئېل د ګلوبل پوليو ايريډيكيشن انيشي ايټو شراكت دارو كردار د ستائنې وړ دے، د سعودي عرب، متحده عرب امارات او قطر د پرله پسې ملاتړ مننه كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د كال 2026–2035 د نيشنل هيلتھ اينډ پاپوليشن پاليسۍ ته حتمي شكل وركوي، د ويكسين په ځائي پېداوار كښې خودكفالت لپاره اقدامات كېږي٬ په دې كښې د ټېلي مېډيسن پشمول د ډيجيټل ټيكنالوجۍ انضمام، او “يو رنځور، يو شناخت” په څېر اقدامات شامل دي، د دې نه علاوه مؤثر ډيټا مينجمنټ او يونيورسل ميډيكل ريكارډ هم باوري كوٶ۔ ده ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې له پكار دي چې ھغوي تكنيكي معاونت او اوهمكارۍ لپاره خپل قائدانه كردار دوامداره اوساتي۔











