اسلام آباد16اكتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه د زيارت په ورځ د صنعت او پېداوار په وزات كښې شوې چې پكښې د پاكستان او اټلي ترمينځه ماربل او د ګرينائټ سيكتر ممكنه لوظ نامې په اړه تفصيلي خبرې شوي۔هارون اختر خان ووئېل د پاكستان او اټلي ترمينځه مرستې څخه ماربل انډسټري كښې نوې څيزونه معارفي كيږي كومو …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې غونډه٬د پاكستان او اټلي ترمينځه د ماربل و ګرينائټ سيكټر لوظ نامې په اړه غور

مزید خبریں
اسلام آباد16اكتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه د زيارت په ورځ د صنعت او پېداوار په وزات كښې شوې چې پكښې د پاكستان او اټلي ترمينځه ماربل او د ګرينائټ سيكتر ممكنه لوظ نامې په اړه تفصيلي خبرې شوي۔هارون اختر خان ووئېل د پاكستان او اټلي ترمينځه مرستې څخه ماربل انډسټري كښې نوې څيزونه معارفي كيږي كومو څخه چې جديد ټېكنالوجي٬د كار استعداد كښې اضافه او د برآمدات ودې موقعې به راپېدا شي۔ده ووئيل رسالپور كښې ماربل سټي جوړولو لپاره زمكه اغستلې شوې كومه به چې د دې صنعت پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي۔هارون اختر خان ووئېل د صنعت او پېداوار وزارت اټلي سره مرستې لا مستحكم كولو له عزم لري۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن له مخې د پاكستان ماربل سيكټر كښې د نړيوال معيار لپاره اقدامات كوو۔ده ووئيل د ماربل و ګرينائټ منصوبهپه جائنټ اكنامك كمېټۍ(جے اي سي)2025 كښې په ترجيحي بنياد شامل كړی شوې دغسې چې دواړو هېوادونو ترمينځه صنعتي مرستې ته وده وركړې شي۔هارون اختر خان اړوند سټيك هولډرز ته هدايت وكړو چې ماربل او ګرينائټ سيكټر ودې لپاره تفصيلي سفارشات راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړي











