اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي امنيتي ځواكونو د خپلې وظيفائي پوهې څخه د ترهګرو عزائم خاورې كړې دي ۔ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په سپين وام، سوئيلي وزيرستان او …
وزيراعظم شهباز شريف خېبر پښتونخوا كښې د هند پراكسي فتنه الخوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي امنيتي ځواكونو د خپلې وظيفائي پوهې څخه د ترهګرو عزائم خاورې كړې دي ۔ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په سپين وام، سوئيلي وزيرستان او بنو كښې امنيتي ځواكونو 34 هندي پراكسيز فتنه خوارج وژلو سره د خپلې وظيفائي پوهې ثبوت وركړے او د ترهګرو عزائم يې خاورې كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس حفاظت او د هېواد سلامتيا په خاطر به د ترهګرو په ضد هر ډول اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت تر خاتمې به د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن په بشپړ تحريك سره روان وي٬ ځكه چې حكومت هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لري











