پېنډۍ 16 اكتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په اسختبارات اډانه بېلا بېلې كاروائيو په مهال د هند پراكسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكې 34 خوارج وژلې دي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي ار لخوا د جاري بيان له مخې د 13نه تر 15 اكتوبر په خېبرپښتونخوا كښې په يو شمېر كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكي 34 خوارج …
امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په اسختبارات اډانه بېلا بېلې كاروائۍ٬ د هند پراكسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكې 34 خوارج ووژل شول
پېنډۍ 16 اكتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په اسختبارات اډانه بېلا بېلې كاروائيو په مهال د هند پراكسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكې 34 خوارج وژلې دي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي ار لخوا د جاري بيان له مخې د 13نه تر 15 اكتوبر په خېبرپښتونخوا كښې په يو شمېر كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارجو سره تعلق لرونكي 34 خوارج وژلي شوي دي ٬ د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په سپين وام كښې په انټيلي جنس بيسډ عمليات وكړے شول ٬ د عملياتو په مهال د خوارجو ژالې په موثره توګه محاصره كړې شوې او د ډزو د تبادلې نه پس 18 خوارج ووژل شول٬ يو بل انټيلي جنس بيسډ آپريشن په سوئيلي وزيرستان كښې وشو چې او د ډزو په نتيجه كښې 8 خوارج ووژل شول٬ دغسې په ضلع بنو كښې په درېمه كاروائۍ كښې امنيتي ځواكونو 8 نور خوارج ووژل٬ په سيمه كښې د هند سپانسر خوارجو په ضد سيني ټائزيشن آپريشنز روان دي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د وفاقي اپيكس كميټي له اړخه منظور شوي نيشنل ايكشن پلان او د “عزم استحكام” وژن له مخې د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن روان دے او د داخلي او پ بهرني ملاتړ كېدونكې ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به دوام لري











