اسلاآباد۔16 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسبلۍ اسپيكر سردار آياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي مبارك زېب په كور د بريد سختې غندنې كولو سره د ټولې كورنۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده ووئېل د لوي څښتن شكر دے چې په بريد كښې كوم ځاني زيان ونه شو۔ سپيكر د مبارك زېب سره د زړه نه د خوا …
د قامي اسبلۍ اسپيكر سردار آياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي مبارك زېب په كور د بريد غندنې

مزید خبریں
اسلاآباد۔16 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسبلۍ اسپيكر سردار آياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي مبارك زېب په كور د بريد سختې غندنې كولو سره د ټولې كورنۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده ووئېل د لوي څښتن شكر دے چې په بريد كښې كوم ځاني زيان ونه شو۔ سپيكر د مبارك زېب سره د زړه نه د خوا خوږۍ او يو والې څرګندونې كولو سره ووئېل په اولسي استازو بريدونه د جمهوريت او آئين خلاف دي۔ سپيكر د قانون نافذ كوونكو ادارو ته په بريد كښې د ككړو كسانو د سمدستي نيولو او امنيتي ادارو د ته د پیښې د بې پرې پلټنو كولو امر وكړو۔ سپيكر د قانون نافذ كوونكو ادارو ته ځپلې كورنۍ ته د مكمل تحفظ وركولو په ضرورت زور راورو۔ ده ووئېل د اولسي استازو د كورنۍ امنيت د رياست ذمه واري ده۔ مونږ له د برداشت او جمهوري رويو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ رياست دې داسې كسان د قانون منګولو ته وسپاري څوك چې انتشار او اړے ګړے خپرول غواري۔











