اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاكستان آډيټر جنرل مقبول احمد ګوندل ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت مالي سپيځلتيا٬احتساب او ګډ ګورننس وده كښې د آډيټر جنرل كردار ستائېلو سره ووئېل د آډيټر جنرل آئيني كردار د هېواد مالي نظم و ضبط مستحكم كولو كښې بنيادي حېثيت لري٬د …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاكستان آډيټر جنرل احمد ګوندل ملاقات
اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاكستان آډيټر جنرل مقبول احمد ګوندل ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت مالي سپيځلتيا٬احتساب او ګډ ګورننس وده كښې د آډيټر جنرل كردار ستائېلو سره ووئېل د آډيټر جنرل آئيني كردار د هېواد مالي نظم و ضبط مستحكم كولو كښې بنيادي حېثيت لري٬د آډيټر جنرل ادارې مالي وسائلو موثره استعمال او د نظام ښه والي كښې مهم كردار دے۔صدر مملكت هدايت وكرو چې محكمه دې دننه اصلاحات او كاركردګۍ كښې ښه والي لپاره اړوندو ادارو سره نزدې مرستې روانه اوساتي۔صدر مملكت زور راوړو چې په آډټ رپورټس موثر عملدرآمد او په وخت اصلاحي اقدامات څخه په كرپشن او مالي بې ضابطګۍ كمېدې شي











