د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د شهيد لېفټيننټ كرنل جنيد كور ته لاړل٬غم جنې كورنۍ سره لاس نيوه

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او داخله وزير مملكت طلال چوهدري پېنډۍ كښې د شهيد لېفټيننټ كرنل جنيد كور ته په تللو د هغه مور٬كورنۍ او ماشومانو سره ملاقات وكړو او د افسوس او غم دړد څرګندونه يې وكړه۔د ملاقات په مهال لاس نيوه وكړې شوه او د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وشه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد لېفټيننټ …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او داخله وزير مملكت طلال چوهدري پېنډۍ كښې د شهيد لېفټيننټ كرنل جنيد كور ته په تللو د هغه مور٬كورنۍ او ماشومانو سره ملاقات وكړو او د افسوس او غم دړد څرګندونه يې وكړه۔د ملاقات په مهال لاس نيوه وكړې شوه او د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وشه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد لېفټيننټ كرنل جنيد مور او د غم جنې كورنۍ حوصلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ستاسو پشان د همت لرونكې مور په حوصله زمونږ حوصلې نورې هم غټې شوې٬شهيدان د قام وياړ دي او د هغوي قربانۍ د هېواد د تحفظ ضمانت وي۔وزير مملكت طلال چوهدري ووئيل شهيدان د قام د وياړ سرمايه ده٬قام د خپلو اتلانو قربانۍ چرته هم هيرولې نه شي ۔ د شهيد لېفټيننټ كرنل جنيد مور د خپل زوي شهادت لويې سعادت ګرځولو سره ووئېل زما زوي د هېواد بيرغ هسك كړو او زما دواړه نمسي به د هېواد خذمت لپاره په پاك پوځ كښې شاملېږي۔محسن نقوي او طلال چوهدري غم جنو كورنيو لپاره د زغم او استقامت دعا وكړه او قام ته يې خواست وكړو چې د شهيدانو د كورنيو دې هر ممكن خيال وساتلې شي۔د يادونې وړ ده لېفټيننټ كرنل جنيد څو ورځې وړاندې اوركزئي كښې د هېواد سلامتيا لپاره په جنګېدو كښې شهيد شوے ؤ