د قانون او انصاف وزارت د وكيلانو ورورولۍ ښېګړی لپاره به هر ممكن مرسته كوي۔د قانون او انصاف وزير مملكت

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك سره د بلوچستان بيلا بېلو بار اېسوسي اېشنز نمائنده پلاوي ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې پلاوي كښې د مكران هائي كورټ بار اېسوسي اېشن٬ګوادر٬پنجګور او كيچ بار اېسوسي اېشنز استازي شامل وو۔د ملاقات په مهال وكيلانو ورورولۍ ته ورمخې ته شوو مسائلو ٬ د بار اېسوسي ايشنز ضروريات او پيشه وراه آسانيو …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك سره د بلوچستان بيلا بېلو بار اېسوسي اېشنز نمائنده پلاوي ملاقات كړے۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې پلاوي كښې د مكران هائي كورټ بار اېسوسي اېشن٬ګوادر٬پنجګور او كيچ بار اېسوسي اېشنز استازي شامل وو۔د ملاقات په مهال وكيلانو ورورولۍ ته ورمخې ته شوو مسائلو ٬ د بار اېسوسي ايشنز ضروريات او پيشه وراه آسانيو وركولو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔پلاوي لاﺀ لائبريري جوړولو او د ميرمنو وكيلانو لپاره د جلا بار روم جوړولو پشان مهمې غوښتنې وړاندې كړې۔بيرسټر عقيل ملك پلاوي ته باور وركړو چې د قانون او انصاف وزارت به د وكيلانو ورورولۍ ښېګړی لپاره هر ممكن مرسته كوي۔په ملاقات كښې د ليګل ايډ په روانو پروژو او ےد وكيلانو د پيشه وره كار استعداد زياتولو لپاره په اقدامات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي د وفاقي وزير مملكت مننې كولو سره د وكيلانو مسئلو حل او مرستې له د قانون وزارت هڅې وستائېلې

مزید خبریں