صدر مملکت آصف علي زرداري د افغان خاورې څخه شوي بريدونه وغندل

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري افغان خاورې څخه د بريدونو غندنې كولو سره وئيلي دي افغان سيمې څخه بريدونه د پاكستان د خپلواكۍ خلاف وزي ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاك پوځ جرات او وظيفائي پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د افغان طالبانو حکومت د دوحه تړون …

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري افغان خاورې څخه د بريدونو غندنې كولو سره وئيلي دي افغان سيمې څخه بريدونه د پاكستان د خپلواكۍ خلاف وزي ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاك پوځ جرات او وظيفائي پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د افغان طالبانو حکومت د دوحه تړون پرله پسې خلاف روزۍ كوي٬ افغان طالبان ترهګرو ته خوندې ځايونه وركوي كوم چې د منطقې هېوادونو لپاره خطر جوړ شوي دي، دا ډول اقدامات د بشپړه منطقې پشمول پاكستان غېر مستحكم كوي۔ صدر مملکت ووئيل افغان واكمن د پراخه بنياد د نمائنده حكومت لوظ څخه سرغړونه كوي٬ افغان طالبانو په اقتدار اجاره داري جوړه كړې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاك پوځ په سپن بولدك او کرم سيکټر كښې د بريدونو موثر ځواب وركړے ۔ ده ووئيل افغان چارواكي دې خپله خاوره ترهګرۍ او د پاكستان مخالف هلو ځلو لپاره كاروالو له ورنه كړي، دا ډول بريدونه د منطقې امن او د دوستۍ اړيكو ته زيان رسوي۔ ده ووئيل پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره سوله ايزي او په مرسته اډانه اړيكې غواړي٬ د پاكستان په ضد د هر جارحيت به بشپړ او په سپينو ټكو ځواب وركولې شي۔

مزید خبریں