پېنډي 15 اكتوبر(اے پي پي)پاك پوځ په نوشكي سيكټر كښې افغانستان ته بشپړ ځواب وركولو سره په غزنالي پوسته د پاكستان بيرغ هسك كړے۔سكيورټي ذريعو له مخې پاك پوځ لخوا د افغان طالبانو ځواكونو جارحيت په ځواب كښې بشپړه كاروائي كړې۔د افغانستان به حدود كښې درې كلوميټره دننه غزنالي پوسته تباه كړې شوې٬افغان طالبان د پوځ په ځوابي بريد كښې د غزنالي پوستې نه تښتېدلې دي۔ د پاك پوځ په …
د پاك پوځ نوشكي سيكټر كښې افغانستان ته بشپړ ځواب٬په غزنالي پوسته د پاكستان بيرغ هسك كړے شو

مزید خبریں
پېنډي 15 اكتوبر(اے پي پي)پاك پوځ په نوشكي سيكټر كښې افغانستان ته بشپړ ځواب وركولو سره په غزنالي پوسته د پاكستان بيرغ هسك كړے۔سكيورټي ذريعو له مخې پاك پوځ لخوا د افغان طالبانو ځواكونو جارحيت په ځواب كښې بشپړه كاروائي كړې۔د افغانستان به حدود كښې درې كلوميټره دننه غزنالي پوسته تباه كړې شوې٬افغان طالبان د پوځ په ځوابي بريد كښې د غزنالي پوستې نه تښتېدلې دي۔ د پاك پوځ په موثره كاروائيو تراوسه د پولې پورې غاړې طالبانو ګڼ شمېر اډې تباه شوي دي۔ دغسې پاك پوځ 21 د طالبانو پوستې په عارضي توګه قبضه كښې اغستې او د ترهه ګرو ځينې تربيتي كيمپونه هم ناكاره كړې شوي ۔انټيلي جنس اطلاعات له مخې 200 څخه زيات طالبان او د هغوي مرستيال ترهه ګر وژلې شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔پاك پوځ د كوم هم بهرني جارحيت بشپړ ځواب وركولو لپاره چمتو دے۔










