پاك سعوديه تزويراتي شراكت داري خوشبينه ده، ورور هېواد دې په ايم 6 موټروے، ايم ايل ون، سكل ډويلپمنټ zد انفارميشن ټيكنالوجۍ د بنيادي اډهانچې په منصوبو كښې هم شموليت وكړي۔ د خزانې وزير اورنګزيب

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه تزويراتي شراكت داري خوشبينه ګرځولو سره په ايم 6 موټروے، ايم ايل ون، سكل ډويلپمنټ او د انفارميشن ټيكنالوجۍ د بنيادي ډهانچې په منصوبو كښې هم د سعودي د شموليت په ضرورت زور راوړے دے۔ ده دا خبره تېره ورځ په واشنګټن ډي سي كښې نړيوال بېنك او د نړيوال مالياتي …

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه تزويراتي شراكت داري خوشبينه ګرځولو سره په ايم 6 موټروے، ايم ايل ون، سكل ډويلپمنټ او د انفارميشن ټيكنالوجۍ د بنيادي ډهانچې په منصوبو كښې هم د سعودي د شموليت په ضرورت زور راوړے دے۔ ده دا خبره تېره ورځ په واشنګټن ډي سي كښې نړيوال بېنك او د نړيوال مالياتي فنډ كلنو غونډو په موقع پرمختګ لپاره د سعودي فنډ چيف ايګزيكټو آفيسر سلطان عبدالرحمٰن المِرشَد سره په ملاقات كښې كړې۔ د خزانې وزير د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د ستراتېژك شراكتدارۍ ستائنې كولو سره د سعودي عرب لخوا د تيلو ادائېګۍ موخر كولو په سهولت د مننې څرګندونه وكړه٬ ده نورې مرستې لپاره د حېدرآباد-سكھر موټر وے (اېم 6)،اېم اېل ون، سكل ډويلپمنټ او د آئي ټي انفراسټركچر په منصوبو كښې سعودي عرب ته د شموليت درخواست وكړو او ډيجيټل پاكستان ايجنډې لپاره يې د سعودي فنډ ملاتړ خوشبينه وګرځولو۔ د خزانې وزير د امريكې صدر د نړيوالو معاشي چارو خاص مرستيال ايموري كاكس، سوئيلي او مېنځنۍ آسيا لپاره سينئر ډائريكټر ريكي ګل او د وائټ هاؤس د كونسل آف اكنامك ايډوائزرز لنډ مهاله چيئرپرسن پيري يارډ سره هم تفصيلي ملاقاتونه شوې دي۔

مزید خبریں