ابوظهبي 15 اكتوبر(اے پي پي)تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د غېر ملكي تجارت لپاره د يو اے اي وزير ډاكټر ثاني بن احمد الزيودي سره ملاقات كړے او د يو اے اي كاروباري ورورولۍ ته يې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نوو موقعو د لټولو بلنه وركړې ده ۔د شورو په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې په ملاقات كښې دواړو هېوادونو ترمينځه …
خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د غېر ملكي تجارت لپاره د يو اے اي وزير ډاكټر ثاني بن احمد الزيودي سره ملاقات٬پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نوو موقعو لټولو بلنه

مزید خبریں
ابوظهبي 15 اكتوبر(اے پي پي)تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د غېر ملكي تجارت لپاره د يو اے اي وزير ډاكټر ثاني بن احمد الزيودي سره ملاقات كړے او د يو اے اي كاروباري ورورولۍ ته يې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نوو موقعو د لټولو بلنه وركړې ده ۔د شورو په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې په ملاقات كښې دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو ته اتفاق راغلو۔رانا احسان افضل خان د يو اے اي كاروباري ورورولۍ ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نوو موقعو لټولو بلنه وركړه ٬ په خاص توګه د يو اے اي كمپنيو ته د 25 نه تر 27 نومبر كېدونكي”فوډ اينډ ايګريكلچر 2025 نندارتون كښې د ګډون كولو هم خاص بلنه وركړې شوه ۔دا نندارتون د پاكستان تجارت وزارت په مشرۍ كښې كيږي۔رانا احسان افضل خان د ملاقات په مهال د يو اے اي مشرتابه او اولس په مېلمستيا مننه وكړه۔په ملاقات كښې په دبئي كښې د پاكستان قونصل خانې ټريډ اينډ انويسټمنټ كونسلر هم موجود و۔










