د هند په رياستي ترهګرۍ كښې افغان طالبانو سره اړيكې بې نقابه شوې٬د هند اپوزېشن ډلې د مودي دوه مخيزه پالېسۍ او اخلاقي كمزورۍ په اړه سختې پوښتنې وكړې

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د هند په رياستي ترهګرۍ كښې افغان طالبانو سره اړيكې بې نقابه شوې٬ هند پاكستان كښې عدم استحكام پېدا كولو لپاره د منافقت كوم هم حد پورې تللې شي۔ تفصيلاتو له مخې هند په ملګرو ملتونو كښې څو ځله د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره د كارولو تورونه لګولي۔ هند د رياستي ترهګرۍ سرپرستۍ لپاره افغان طالبانو حكومت سره خپلو مفاداتو لپاره ملګرتيا …

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د هند په رياستي ترهګرۍ كښې افغان طالبانو سره اړيكې بې نقابه شوې٬ هند پاكستان كښې عدم استحكام پېدا كولو لپاره د منافقت كوم هم حد پورې تللې شي۔ تفصيلاتو له مخې هند په ملګرو ملتونو كښې څو ځله د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره د كارولو تورونه لګولي۔ هند د رياستي ترهګرۍ سرپرستۍ لپاره افغان طالبانو حكومت سره خپلو مفاداتو لپاره ملګرتيا وكړه۔ د هند اپوزېشن د مودي دوه مخيزه پالېسۍ او اخلاقي كمزورۍ په اړه سختې پوښتنې وكړي۔ د طالبانو حكومت خارجه وزير د هند دوره او بيا په پاكستان بريد د دې خبرې قوي ثبوت دے۔ پاكستان څو وارې د شواهدو سره دا خبره ثابته كړې چې د هند فتنه الخوارج او افغان طالبان سهولت كار دے۔ د مفاد پرست مودي افغان طالبانو سره په ملګرتيا ټول هند او اپوزېشن ګوندونه د ھغه په ضد په احتجاج دي۔ د مقبوضه كشمير پخوانۍ وزيراعلٰی محبوبه مفتي په دې اړه وئېلي دي چې طالبان ته ترهګر وئيونكے نن هغوي سره خبرې اترې كوي٬ زما پوښتنه دا ده چې مودي خپلو وګړو سره دښمني ولې كوي؟ هند يو اړخ ته په مسلمانانو ظلم كوي او بل پلو افغان طالبان سره مذاكرات كوي۔(

مزید خبریں