پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا څخه د پخواني سينيټر شبلي فراز په نااهلۍ خالي شوې د سېنېټ په چوكۍ انتخاب لپاره د نامزدګۍ كاغذونو منظورۍ يا د مسترد كېدو په ضد اپيلونه به (نن) د شورو په ورځ جمع كېدې شي٬ پولنګ به په 30 اكتوبر كېږي۔ د اليکشن کميشن لخوا د جاري شېډول له مخې د خېبر پښتونخوا په جنرل چوكۍ منتخب سينيټر شبلي فراز د …
د سينيټ په خالي چوكۍ د نامزدګۍ كاغذٶنو منظورۍ يا د مسترد كېدو په ضد اپيلونه به (نن) جمع كېدې شي

مزید خبریں
پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا څخه د پخواني سينيټر شبلي فراز په نااهلۍ خالي شوې د سېنېټ په چوكۍ انتخاب لپاره د نامزدګۍ كاغذونو منظورۍ يا د مسترد كېدو په ضد اپيلونه به (نن) د شورو په ورځ جمع كېدې شي٬ پولنګ به په 30 اكتوبر كېږي۔ د اليکشن کميشن لخوا د جاري شېډول له مخې د خېبر پښتونخوا په جنرل چوكۍ منتخب سينيټر شبلي فراز د نااهلۍ په سبب په دې چوكۍ انتخاب لپاره د نامزدګۍ كاغذونه په اتم او نهم اكتوبر جمع كړې شوي د كومو جانچ پړتال چې تر 13 اكتوبر شوې٬ د نامزدګۍ كاغذونو منظورۍ يا د مسترد كېدو په ضد اپيلونه به (نن) د شورو په ورځ جمع كېدې شي او د ټربيونل لخوا به په 17م اكتوبر پرېكړه كېږي٬ نظر ثاني شوې فهرست به په اتلسم اكتوبر جاري كېږي٬ په شلم اكتوبر به كاغذونه بېرته اخستې كېدې شي او پولنګ به په 30 اکتوبر د صوبائي اسمبلۍ په ودانۍ كښې سهار د 9 نه تر 4 بجو كېږي٬ اليکشن کميشن صوبائي اليکشن کمشنر سعيد ګل ريټرننګ آفيسر مقرر كړے دے۔










