د خپل اولس خوشحالولو لپاره د دروغو خبرونه خپرول د هندي میډیا عادت جوړ شوے

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) معرکه حق نه پس د هند میډیا د پاکستان بدنامولو لپاره يو ځل بيا د دروغو په خبرونو چلولو سره ډنډوري كوي۔د کشمیرمیډیا سروس له مخې د هند ميډيا د پاکستان مخالف خبرونو چلولو شوق او د پاکستان دښمنۍ كښې تر هر حد رسيدلې ده ۔هغوي د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بيا پېل كولو خبرونه چلول پيل كړي۔د هند ميډيا وئيلي …

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) معرکه حق نه پس د هند میډیا د پاکستان بدنامولو لپاره يو ځل بيا د دروغو په خبرونو چلولو سره ډنډوري كوي۔د کشمیرمیډیا سروس له مخې د هند ميډيا د پاکستان مخالف خبرونو چلولو شوق او د پاکستان دښمنۍ كښې تر هر حد رسيدلې ده ۔هغوي د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بيا پېل كولو خبرونه چلول پيل كړي۔د هند ميډيا وئيلي دي پاکستان او افغانستان ترمينځه جنګ بيا پيل شوے او دواړه اړخه قندھار سره نزدې په لويه توګه د وسلو استعمال كوي۔د هند ميډيا د دروغو دا ادعا هم كړې چې ځائې ميډيا د دغه نښتو تصدیق کړے دے۔سیکیورټی ذريعو ووئيل د هند په ميډيا چليدونكي خبرونه بے بنسټه او په دروغو اډانه دي۔د خپل اولس خوشحالولو لپاره د دروغو خبرونو چلول د هند میډیا عادت جوړ شوے دے ۔

مزید خبریں