اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) ترمېنځه په روانه اوونۍ كښې د سټاف په كچه د لوظنامې لاسليك كېدو امكان دے ٬ د سږ كال پائې نه وړاندې په يوآن كښې د وړومبني ګرين پانډا بانډ جاري كولو توقع ده۔ دا خبرې ده په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال مالياتي فنډ …
د پاکستان او نړيوال مالياتي فنډ ترمېنځه د لوظنامې لاسليك كېدو امكان دے۔ د وفاقي وزير اورنګزيب د برتانيه خبر رسنې ايجنسۍ سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) ترمېنځه په روانه اوونۍ كښې د سټاف په كچه د لوظنامې لاسليك كېدو امكان دے ٬ د سږ كال پائې نه وړاندې په يوآن كښې د وړومبني ګرين پانډا بانډ جاري كولو توقع ده۔ دا خبرې ده په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال مالياتي فنډ او د نريوال بېنك كلنو غونډو په مهال د برتانيه خبر رسنې اېجنسۍ “رائټرز” سره خپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف مشن د تېرو دوو اوونيو نه په پاكستان كښې موجود دے او پاكستان مقداري او د ډھانچه جاتي هدفونو په حواله مشن سره تعميري خبرې كړي او زمونږ دوي سره ځېنې فالو اپ ملاقاتونه هم شزي۔ د خزانې وزير ووئيل هيله لرو چې د دې اوونۍ په مهال به آئي اېم اېف سره د سټاف په كچه لوظنامه اوشي۔ ده ووئيل حکومت سږ كال د پائې نه وړاندې په يوآن كښې د وړومبني ګرين پانډا بانډ جاري كولو توقع لري دا به په يوآن كښې وړومبنې جاري كېدونكے بانډ وي۔ ده زياته كړه چې حكومت په راتلونكي كال كښې په نړيوال ماركيټ كښې د لږ نه لږ د يو ارب ډالرو بانډز خرڅولو سره د واپسۍ اراده لري د كوم تفصيلات چې لا اوس ترسره شوي نه دي۔ ده ووئيل يورو، ډالر،سکوك او د اسلامي سکوك پشمول پاکستان ټول آپشنز اوپن ساتلې دي۔ د خزانې وزير ووئيل هيله ده چې د نجکاري اصلاحات او تل پاتې معيشت به د ايجنډې مهمه برخه وي او د راتلونكي مالي كال تر پائې په دې كښې د تندۍ امكان دے۔ وفاقي وزير اورنګزيب ووئيل دا زمونږ د معاشي روډ ميپ مهمه برخه ده٬ حكومت د بجلۍ د تقسيم د دريو كمپنو او د قامي ايئر لائن د نجكارۍ په عمل كښې هم پېشرفت كوي او په دې لړ كښې ډېر هيله مند يو۔ د خزانې وزير ووئيل د اروپا او برتانيه د ګټور روټس بيا اوپن كېدو نه پس پي آئي اے كښې خوښي لرونكې اهل سرمايه کارو لپاره امكانات روښانه شوي كومې څخه چې دا سرمايه كارو لپاره ډېره زړه راښكونكې موقع ګرځېدلې ده










