شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امن تاريخي تړون لاسليك شوے٫ تېره ورځ د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ او د مصر صدر عبدالفتاح السيسي په خاص بلنه په غزه كښې د امن لوطنامې په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون وكړو ٬ صدر ډونلډ ټرمپ، د مصر صدر عبدالفتاح السيسي، د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني، د ترکيه …
غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امن تاريخي تړون لاسليك شو

مزید خبریں
شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د امن تاريخي تړون لاسليك شوے٫ تېره ورځ د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ او د مصر صدر عبدالفتاح السيسي په خاص بلنه په غزه كښې د امن لوطنامې په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون وكړو ٬ صدر ډونلډ ټرمپ، د مصر صدر عبدالفتاح السيسي، د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني، د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان او د نړيوالو مشرانو په موجودګۍ كښې په غزه كښې د امن په لوظنامه لاسليك وشو۔ صدر ډونلډ ټرمپ په دې موقع خپلې وېنا كښې د ترکيه ، مصر، قطر پشمول د دوست هېوادونو د مشرانو مننې كولو سره ووئيل د دوي د هلو ځلو په سبب دا لوظنامه ممكن شوه چې ورسره به نه يوازې په مېنځني ختيز كښې امن راشي بلكې ټول به په ګډه د غزه بيا رغونه كوٶ۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل نن ګردې نړۍ لپاره يوه تاريخي ورځ ده٬ دا تړون لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل دا ډول كاميابه ورځ ما وړاندې نه وه ليدلي۔ هغه ووئيل دې لوظنامې سره به په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن راشي۔ ټرمپ په لوظنامه د لاسليك كولو نه وروستو ګډون كوٶنكو د لاسونو په پړقولو سره د لوظنامې هركلے وكړو۔ د مصر صدر عبد الفتاح السيسي د لوظنامې نه وروستو صدر ډونلډ ټرمپ ، وزيراعظم شهباز شريف پشمول نړيوالو مشرانو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل غزه امن لوظنامه لويه كاميابي ده٬ دې سره به په منطقه كښې امن راشي٬ په اوسنۍ وضعه كښې د امن لوظنامه ضروري ده٬ لوظنامې لپاره د دوست هېوادونو د مرستې مننه كوم۔ ده ووئيل مصر به دوست هېوادونو سره په ګډه د نتيجو تر لاسه كولو لپاره روان ساتي ، دا لوظ نامه د فلسطين اولس لپاره د اميد څيره ده او تل پاتي امن لپاره ډېره اهميت لري ۔ د امريکي جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ ميډيا ته ووئېل زه تاريخي لوظ نامې په کاميابۍ ټولو له مبارکي وركوم ۔ دې سره به غزه كښې امن او ترقي راشي ۔ د دوست هېوادونو په لوظ نامه كښې د کردار ستائنې سره هغه وئوېل مونږ ټول په مينځني ختيز كښې تل پاتي امن غواړو ، دا يوه غير معمولي کاميابي ده ، هغه ووئېل اوس به په غزه كښې بيا تعمير پېل كېږي د كوم لپاره به چې دوست هېوادونه مرسته كوي ۔ هغه د لوظ نامې لپاره د مصر صدر او د قطر امير د کردار په خاص توګه ستائنه وكړه او د ترکيه صدر ايردوآن او د شاه اردن يې هم تعريف وګړو ، د امريکي صدر سره سم ولاړ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د فيلډ مارشل عاصم منير هم مننه كولو سره د دوي لپاره توصيفي کلمات ادا کړے شول ۔ هغه ووئېل د پاكستان وزيراعظم هم دلته موجود دے۔ دې سره هغه وزيراعظم محمد شهباز شريف له د خبرو لنه وركړه ۔دغسې وزيراعظم مېډيا ته د لو ظنامې په اړه او د بېلو دوست لارښودو د هلو ځلو په اړه ووئېل۔










