سوئيلي اسياء او مېنځني ختيز كښې امن لپاره د امريكا جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ كردار به په ځالانده ټكو ليكلے شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ امن او نوبېل انعام لپاره بيا نومولو سره ووئيل په سوئيلي اسياء او مئنځني ختيز كښې امن لپاره به د دوي كردار به په ځانلانده ټكو ليكلے شي٬ كه ټرمپ په سوئيلي آسيا كښې د دوه اتومي قوتونو ترمېنځه د جنګ لاره نه وه نيولې نو څوك به دلته د وېئلو لپاره موجود نه …

شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ امن او نوبېل انعام لپاره بيا نومولو سره ووئيل په سوئيلي اسياء او مئنځني ختيز كښې امن لپاره به د دوي كردار به په ځانلانده ټكو ليكلے شي٬ كه ټرمپ په سوئيلي آسيا كښې د دوه اتومي قوتونو ترمېنځه د جنګ لاره نه وه نيولې نو څوك به دلته د وېئلو لپاره موجود نه وو چې څه وشول؟ د ګل په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د غزه امن لوظنامې د لاسليك نه وروستو د امريكې صدر د پرېس كنفرنس په مهال نړيوالو مشرانو سره موجود ٶ كله چې ټرمپ د خپل پرېس كنفرنس په مهال امن لوظنامې لپاره نورو مشرانو سره زما او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د کردار هم ستائنه وكړه او زمونږ لپاره ېې توصيفي کلمات ادا كړل۔ ټرمپ ووئيل نن دلته وزيراعظم شهباز شريف موجود دے خو د پاكستان “فيورټ فيلډ مارشل” دلته موجود نه دے٬ وزيراعظم د صدر ټرمپ په خواهش پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال د امريكائي صدر هلو ځلو سره امن لپاره د لوظنامې هركلي كولو سره ووئيل صدر ټرمپ د امن داعي دے۔ ده شپه او ورځ امن او خوشحالۍ لپاره هڅې كړې دي٬پاکستان د ټرمپ امن لپاره په غېر معمولي کردار د دوي نامه د امن نوبېل انعام لپاره نامزد كړې ٶه ۔ نن زه بيا دغې انعام لپاره د دوي نامه نامزد كوم ځكه چې دا د دې حقدار دے۔ ده امن لپاره په هلو ځلو كولو د لكهونو په شمېر ځانونه بچ كړي۔ وزيراعظم ووئيل زه د امريكائي جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ د امن لپاره په هڅو هغه ته سلام كوم٬د هغه قيادت بي مثاله او ځلنده دے٬نړۍ ته دا وخت د داسې قيادت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل د جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ هڅې به په نړۍ كښې عمر له ياد ساتلې شي۔هغه 8 جنګونه اودرولي ٬پاكستان او هند كوم چې اتومي طاقتونه دي٬څلور ورځنے جنګ كه د امريكې جمهور رئيس په مداخلت نه ؤ ا ودرولے شوے نو داسې تباهي به شوې وې چې څوك به هم د هغې د بيانولو لپاره نه وو چې هلته څه شوي؟وزيراعظم په مينځني ختيز كښې د امن لپاره د قطر امير٬د اردن شاه عبدالله٬د سعودي عرب وزيراعظم او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د يو اے اي او د مصر صدر السيسي پشمول د دوست هېوادونو قيادت ستائېلو سره د هغوي مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ د امن لپاره كردار به په تاريخي كښې په ښه ټكو ليكلې شي٬ده د ډونلډ ټرمپ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔دغسې د امريكې جمهور رئيس د وزيراعظم د دې خيالاتو مننه وكړه۔د دې نه پس د هند ذكر كولو سره د امريكې جمهور رئيس ووئيل خواهش لرم چې پاكستان او هند په امن سره ژوند وكړي۔

مزید خبریں