اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوات په مټه سيمه كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د پوليو مخ نيوي ډلې كمپائن تر بشپړه خاتمې جاري ساتلو له عزم څرګند كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پوليو مخ نيوې ډلې په حفاظت …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوات په مټه سيمه كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوات په مټه سيمه كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره د پوليو مخ نيوي ډلې كمپائن تر بشپړه خاتمې جاري ساتلو له عزم څرګند كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پوليو مخ نيوې ډلې په حفاظت مامور ليويز اهلكار عبدالكبير په شهادت د افسوس څرګندونې كولو سره شهيد لپاره د بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ده ووئيل د پوليو د خاتمې په اولسي خذمت كوونكو د ترهه ګرو بريد د زغملو وړ نه دے٬حكومت د هېواد څخه تر پوليو بشپړه خاتمې عزم لري٬ ده ووئېل د ترهه ګرو لخوا د دغس مزاحمت باوجود د پوليو مخ نيوي كمپائن د مكمل تحريك سره روان دے او د پوليو تر بشپړه خاتمې به روان وي۔










