اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئېلي دي د پوليو مخ نيوي په ډله بريد د پاكستان په روښانه سباؤن بريد دے۔په خپل بيان كښې ده ووئيل د قام معصوم بچي د معذورۍ څخه بچ كوونكي زمونږ حقيقي اتلان دي او په هغوي ډزې كوونكي عناصر د انسانيت دښمن او د قام مجرمان دي۔اختيار ولي خان ووئيل د وزيراعظم شهباز …
د پوليو مخ نيوي په ډله بريد د پاكستان په روښانه سباؤن بريد دے۔اختيار ولي خان

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئېلي دي د پوليو مخ نيوي په ډله بريد د پاكستان په روښانه سباؤن بريد دے۔په خپل بيان كښې ده ووئيل د قام معصوم بچي د معذورۍ څخه بچ كوونكي زمونږ حقيقي اتلان دي او په هغوي ډزې كوونكي عناصر د انسانيت دښمن او د قام مجرمان دي۔اختيار ولي خان ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې د ترهه كرۍ ناسور د بيخه ويستلو عزم د وړاندې نه زيات قوي دے ۔ده ووئيل د شهيد ليويز اهلكار عبدالكبير قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬د هغه په شان زامنو باندې قام وياړ لري۔ده د دې عزم څرګندونه وكره چې هېواد دښمن قوتونه د ماشومانو د سباؤن په لاره كښې چې څومره هم خنډان رامخې ته كوي بيا به هم پاكستان پوليو فري جوړيږي۔










