كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني وئېلي دي د بلوچستان په ځوانانو كښې بې شمېره قائدانه صلاحيتونه موجود دي او دا ځوانان د صوبې اصل سرمايه ده٬د بلوچستان په ضد يوه منصوبه بندۍ له مخې په سوشل ميډيا منفي كمپائن روان دے٬د دې په ضد ځوانانو له مخ په وړاندې راتللو كښې به خپل مؤثر كردار ادا كول …
د بلوچستان ځوانان بې شمېره قائدانه صلاحيتونه لري۔د نوابزاده جمال رئيساني نېشنل يوتھ سمټ ته وينا

مزید خبریں
كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني وئېلي دي د بلوچستان په ځوانانو كښې بې شمېره قائدانه صلاحيتونه موجود دي او دا ځوانان د صوبې اصل سرمايه ده٬د بلوچستان په ضد يوه منصوبه بندۍ له مخې په سوشل ميډيا منفي كمپائن روان دے٬د دې په ضد ځوانانو له مخ په وړاندې راتللو كښې به خپل مؤثر كردار ادا كول وي۔ده دا خبره په كوئټه كښې راجوړ كړي درې ورځني نېشنل يوتھ سمټ ته د خطاب كولو په مهال كړې۔نوابزاده جمال خان رئيساني يوتھ سمټ كښې د مختل سټالز معائنه وكړه او د ځوانانو تخليقي صلاحيتونه ستائېلو سره يې ووئيل د دې ايونټ د لارې نه يوازې يوتھ پالېسۍ ته وده وركړې كيږي بلكې د بلوچستان روښانه او مثبت مخ هم نړۍ ته ورمخې ته كيږي٬نوبزاده جمال خان رئيساني د نورو صوبو د ځوانانو سمټ كښې په ګډون د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د څلورو صوبو٬كشمير او ګلګت بلتستان كلتورونو امتزاج د پاكستان حقيقي مخ دے۔










