موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره د لويې وجودي خطر صورت اختيار كړے،د اصلاحات په ايجنډا به عملدرآمد روان وي ۔ د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن كښې خبرې

واشنګټن 14 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره د لويې وجودي خطر صورت اختيار كړے، د كوم واضحه مثال چې اوسنے تباهي كونكے سېلاب دے چې له امله يې په كر كيله او معاشي نمو غټ اثر پريوتے، د اصلاحات په ايجنډا به عملدرآمد روان وي۔ده دا خبره واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بينك او …

واشنګټن 14 اكتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره د لويې وجودي خطر صورت اختيار كړے، د كوم واضحه مثال چې اوسنے تباهي كونكے سېلاب دے چې له امله يې په كر كيله او معاشي نمو غټ اثر پريوتے، د اصلاحات په ايجنډا به عملدرآمد روان وي۔ده دا خبره واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بينك او نړيوال مالياتي فنډ كلنو غونډو په موقع بېلو ملاقاتونو او دستورو په مهال كړي، د خزاني او محصولات وفاقي وزير د امريكې كمپنيو له تيل او ګيس، معدنيات، كر كېله او آئي ټي څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د ګټي پورته كولو بلنه وركړه۔د خزاني وزارت د اړخه جاري تفصيلات له مخې سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي اېم ايف ) ډائريكټر جهاد آزور او د هغه د ډلي سره تفصيلي ملاقات وكړو۔ډلو د پاكستان په اصلاحاتي ايجنډه خبرې اترې وكړي او د دې عمل عمل روان ساتلو له يې د عزم پخلے وكړو ۔ ملاقات كښې د پاكستان لپاره د آئي اېم ايف توسيعي فنډ سهولت په دويمي جائزې د پيش رفت جاج واخستلے شو او د كلي معيشت استحكام برقرار ساتلو اهميت ته سلاح يوه شوه ۔ سينيټر محمد اورنګزيب د دولتِ مشتركه د خزاني وزيرانو په غونډه كښې هم ګډون وكړو،چرته چې هغه د تل پاتي او قوي دولت مشتركه جوړولو لپاره د عملي اقدامات په حاجت زور راوړو۔ ده د بنيادي ډھانچې، مالياتي لچك او تكنيكي معاونت فنډ جوړولو مرسته وكړه، كوم به چې د غړو هېوادونو ترمينځه د كار استعداد زياتولو له جوړولې شي۔ د خزاني وفاقي وزير پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د موسمياتي مالي معاونت اهميت رامخې ته كولو سره د لاس اينډ ډيمنج فنډ زر تر زره نفاذ په حاجت زور راوړو۔د خزاني وفاقي وزير د ورلډ بينك ګروپ سينئر منيجنګ ډائريكټر ايكسل وين ټروټسين برګ سره هم ملاقات وكړو ۔ ده د پاكستان پرمختيائي ايجنډې لپاره د نړيوال بينك لخوا په تسلسل سره په مرسته كولو مننه وكړه۔د خزاني وزير ووئيل موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره د يو لويې وجودي خطر صورت اختيار كړے دے، د كوم ښكاره مثال چې اوسنې تباهي كونكے سېلاب دے چې له امله يې په زراعت او معاشي نمو لويې اثر پريوتے۔ده د موسمياتي موافقت او تخفيف لپاره د سرمايه كارۍ زياتولو په اهميت زور راوړو او د قدرتي آفات مخنيوي لپاره د لا مالي وسائلو متحرك كولو ته يې اتفاق وكړو ۔ د خزاني وفاقي وزير د يو اېس پاكستان بزنس كونسل غړو سره هم ملاقات وكړو ۔په دې موقع ده د پاكستان معاشي اشارو كښې مثبت ښه والې او د نجي څانګي ودې په اهميت رڼا واچوله۔ده د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل كولو او زيات سهولت وركولو له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔د خزاني وزير د امريكې سره د اوسنۍ تجارتي لوظنامې ذكر وكړو او مائننګ، زراعت، آئي ټي او فارماسيوټيكل پشمول بېلو څانګو كښې په حكومتي او كاروباري سطح يې مرستي ته د ودې هيله څرګنده كړه ۔د غونډي په آخر د پوښتنو ځوابونو سېشن كښې وفاقي وزير د كاروباري لارښودو ټولې جائزې اندیښنې لري كولو باور وركړو۔دې څخه وړاندې د خزاني وفاقي وزير د امريكې د خزاني محكمې اسسټنټ سيكريټري رابرټ كيپ روتھ او كاؤنسلر جوناتھن ګرين سټائن سره هم ملاقات كړے ۔د خزاني وزير د پاكستان په قوي معاشي بنيادونو رڼا واچوله كوم چې د آئي اېم ايف پروګرام ترمخه لا مستحكميږي۔ده د امريكې سره د اوسني ټيرف لوظنامې د كامياب تكميل هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د ورچوئل اثاثو ريګوليشن په اړه قانون سازي بشپړه كړې۔د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير د امريكې كمپنيو له د تيل و ګيس، معدنيات، زراعت او آئي ټي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د ګټي پورته كولو بلنه وركړه۔د خزاني وفاقي وزير انټرنېشنل فنانس كارپوريشن ريجنل وائس پريذيډنټ ريكارډو پوليتي سره هم ملاقات وكړو ۔ده په پاكستان كښې د نجي څانګي سرمايه كارۍ وده كښې د آئي اېف سي كردار وستائېلو او د ريكوډك منصوبې مالي تكميل عمل تندولو ته سلاح شول۔ده اسلام آباد كښې د آئي ايف سي نوي ريجنل دفتر جوړولو هركلے وكړو۔د دورې په مهال سينيټر اورنګزيب د سټي بينك نمائندګانو سره هم ملاقات وكړو۔ده د پاكستان معيشت كښې د استحكام او اصلاحاتي عمل په كاميابۍ رڼا واچوله او نړيوال كريډټ ايجنسيو د اړخه د تصديق ذكر يې وكړو۔ده د پاكستان ډيجيټل او مالياتي څانګو كښې د سټي بينك په تجاويز د غور باور وركړو۔د خزاني وفاقي وزير د بېلو نړيوالو ميډيا ادارو، پشمول د ايسوسي ايټډ پريس او رائټرز، سره هم مركې وكړي۔دې نه پس د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ د اړخه په وركړې د ماسخوستن مېلمستياﺀ كښې يې هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں