د فلسطينيانو آزادي، عزت او سوكالي پاكستان لپاره بنيادي اهميت لري ۔ وزيراعظم شهباز شريف

شرم الشيخ 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د فلسطينيانو آزادي ، عزت او سوكالۍ پاكستان لپاره بنيادي اهميت لري ، د 1967ء څخه وړاندې پولو له مخې يو قوي او د عمل وړ د فلسطين رياست جوړيدل د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي د پاكستان د مينځني ختيز پاليسۍ بنياد ؤ او وي به ۔ شرم الشيخ كښې د غزه امن مشرانو …

شرم الشيخ 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د فلسطينيانو آزادي ، عزت او سوكالۍ پاكستان لپاره بنيادي اهميت لري ، د 1967ء څخه وړاندې پولو له مخې يو قوي او د عمل وړ د فلسطين رياست جوړيدل د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي د پاكستان د مينځني ختيز پاليسۍ بنياد ؤ او وي به ۔ شرم الشيخ كښې د غزه امن مشرانو غونډه كښې ګډون نه پس هېواد ته راستنيدو څخه وړاندې د سماجي رابطې په پليټ فارم ’’ ايكس ‘‘ خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل زه شرم الشيخ كښې د غزه امن مشرانو په غونډه كښې ګډون نه پس هېواد ته ستنيږم او په ممكنه توګه دې لويې پيش رفت په اړه زه خپل ځينې تاثرات وئيل غواړم چې دا څنګه ممكن شوه او پاكستان ولي دې سره ژور تعلق لرلو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان تر ټولو مهمه ترجيح غزه كښې د نسل كشۍ كمپائن په سمدستي توګه بندول وؤ، نورو وروڼو هېوادونو سره په ګډه دا ترجيح تسلسل سره بيان شوې او دې ته تقويت وركړے شوے۔ وزيراعظم ووئيل د صدر ټرمپ مننه په دې خبره كوو چې هغه دا نسل كشي اودروي او لوظ به پوره كوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ امن لپاره د صدر ټرمپ د ځانګري كردار ستائنه كوو، د فلسطين اولس آزادي ، وقار او سوكالي پاكستان لپاره بنيادي اهميت لري۔ وزيراعظم ووئيل د 1967ء څخه وړاندې پولو له مخې د يو قوي او د عمل وړ فلسطيني رياست جوړيدل د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي، د پاكستان د مينځني ختيز پاليسۍ بنياد ؤ او وي به۔

مزید خبریں