شرم الشیخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی د شريكې ګټې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې رابطه په ځاے ساتلو ته سلاح يوه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې شرم الشیخ كښې د غزہ په اړه امن مشرانو غونډي په موقع وزیراعظم محمد شهباز …
وزیراعظم شهباز شریف او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی ترمينځه ملاقات، د شريكې كټې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې رابطه ساتلو ته اتفاق

مزید خبریں
شرم الشیخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی د شريكې ګټې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې رابطه په ځاے ساتلو ته سلاح يوه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې شرم الشیخ كښې د غزہ په اړه امن مشرانو غونډي په موقع وزیراعظم محمد شهباز شریف او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ترمينځه ملاقات شوے۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاکستان او قطر ترمينځه د قوي او تاریخی دوه اړخيزه اړيكو پخلے وكړو او بېلو څانګو كښې د پاکستان قطر مرستي لا زياتولو له يې د شريك عزم څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د قطر امیر مثالی قیادت، سفارتکاري او نورو وروڼو هېوادونو سره مرسته وستائېله د كومي په نتيجه كښې چې شرم الشیخ كښې په تاریخي امن لوظنامه لاس ليك ممکن شو۔دې سره سره وزیرِاعظم د غزہ بحران منصفانه او اوږد مهاله حل لټولو له د قطر پرله پسې هڅي وستائېلي۔امن لوظ نامې سره ګن شمير فلسطینیانو لپاره د ژوند بيا پېل كولو او تعمیرنو لپاره امید راپیدا شو ۔ وزیراعظم د 1967ء څخه په وړاندې پولو او د القدس شریف پايه تخت سره د يو آزاد، د عمل وړ فلسطیني ریاست جوړولو په حق كښې د پاکستان د موقف پخلے وكړو۔ده د فلسطینیانو لپاره په انساني بنیادونو د مرستې وركولو له د پاكستان د پرله پسې مرستې هم پخلے وكړو۔د قطر امیر د پاکستان لخوا په يووالي او فلسطین په اړه په اصولی موقف د وزیراعظم مننې كولو سره هيله څرګنده كړه چې د نړيوالي ورورولۍ مستقل پام لرنه كول به سيمه كښې د تل پاتي امن او استحکام له مرستياله وګرځي۔ دغسې دواړو لارښود د شريكې ګټې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې رابطه په ځاے ساتلو ته هم سلا ح يوه كړه ۔ تيره يوه مياشت كښې د دواړو لارښودو ترمينځه دا څلورم ملاقات دے۔ ستمبر كښې وزیراعظم د دوحه دورې او دې نه پس د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي په موقع نیویارك كښې هم ملاقات كړے ؤ










