اسلام آباد۔ 13 اكتوبر (اے پي پي) د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې د سپريم كورټ 5 كسيز بنچ به په 14 اكتوبر د شورو په ورځ د وفاقي ټېكسونو نه د استثناﺀ په اړه د آئينې درخواستونو اورېدنه كوي۔ د آئينې بېنچ په نورو غړو كښې جسټس جمال مندو خېل ٬ جسټس محمد علي مظهر ٬ جسټس عامر فاروق٬ جستس اشتياق ابراهيم شامل دي۔ دا مقدمه دا …
سپريم كورټ به د ګلګت بلتستان د وفاقي ټېكسونو نه استثناﺀ په اړه د درخواستونو اورېدنه په 14 اكتوبر كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 13 اكتوبر (اے پي پي) د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې د سپريم كورټ 5 كسيز بنچ به په 14 اكتوبر د شورو په ورځ د وفاقي ټېكسونو نه د استثناﺀ په اړه د آئينې درخواستونو اورېدنه كوي۔ د آئينې بېنچ په نورو غړو كښې جسټس جمال مندو خېل ٬ جسټس محمد علي مظهر ٬ جسټس عامر فاروق٬ جستس اشتياق ابراهيم شامل دي۔ دا مقدمه دا هغې قانوني پوښتنې په اړه ده چې آيا وفاقي حكومت ته په آئينې توګه دا اختيار تر لاسه دے چې هغه په ګلګت بلستان (پخوانۍ نادرن ايريا) كښې انكم ټېكس ٬ سېلز ټېكس او فيډرل ايكسائز ټېكس غوندې د وفاقي ټېكس غوندې قوانين لكه د انكم ټېكس آرډيننس 2001 ٬ سېلز ټېكس ايكټ 1990 او د فيډرل ايسائز ايكټ 2005 اطلاق كولې شي۔










