پاکستان، ترکيه او د آذربائيجان اړيكې په يو مذهب، باور او د امن په بنياد قائم دي۔د صدر آصف علي زرداري د ترکيه او آذربائيجان د پارلمانز سپيکرز سره خبرې

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان، ترکيه او د آذربائيجان اړيكې په مشترکه مذهب، باور او د امن په بنياد اډانه دي٬ درې هېواديزه سپيکرز کنفرنس په څېر هلې ځلې د درېو واړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني مرستې د زياتېدو علامت دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان، ترکيه او د آذربائيجان اړيكې په مشترکه مذهب، باور او د امن په بنياد اډانه دي٬ درې هېواديزه سپيکرز کنفرنس په څېر هلې ځلې د درېو واړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني مرستې د زياتېدو علامت دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري سره د ترکيه او آذربائيجان د پارلمانونو سپيکرز په ايوان صدر كښې وليدل، په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق هم موجود ٶ۔ صدر مملکت د درې اړخيزه سپيکرز کنفرنس په کاميابه تابيا د ترکي او آذربائيجان سپيکرز له مباركي وركولو سره ووئيل درې هېواديزه سپيکرز کنفرنس په څېر هلې ځلې د درېو واړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني مرستې د اضافې علامت دے۔ صدر مملکت په دې موقع د پاکستان، ترکيه او آذربائيجان د ورورولۍ په ژورو اړيكو زور راوړلو سره ووئيل دا رشته په مشتركه عقيده ، شريك باور او په منطقه كښې د امن او خوشحالۍ په مشترکه تصورات اډانه ده۔ دغسې د آذربائيجان سپيکر غفاروا صدر مملکت ته د آذربائيجان قيادت نيكې جذبې او د نېكو هېلو پيغام ورسولو۔ د آذربائيجان سپيکر پاکستاني پارلماني غړو ته د باکو دورې بلنه وركړه دغسې چې د موسمياتي بدلون د چېلېنجزر پشمولد مرستې په نوو امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وكرې شي ۔ صدر مملکت د ترکيه لخوا د پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل غړيتوب لپاره د مرستې ستائنه وكړه۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د دوه اړخيزه تجارت او په سرمايه کارۍ كښې د اضافې په اهميت زور راوړو او د تركيه لخوا د پاکستان په خاص اقتصادي زونز كښې د خوښۍ يې هركلي كولو سره اعلان وكړو چې په راتلونكې زونز كښې به د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان په نامه منسوب كولې شي۔ صدر مملکت د استنبول-تهران-اسلام آباد ريلوے کوريډور او د انټرنيشنل نارتھ-سائوتھ ټرانسپورټ کوريډور په څېر منصوبې په منطقه كښې تجارت او د رابطو ودې لپاره كليدي وګرځولې۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان، ترکيه او آذربائيجان به امن، استحکام او د خوشحالي مشتركه هدفونو لپاره په ګډه به كار روان ساتي

مزید خبریں