د آفتونو خطر كښې كمې تل پاتې پرمختګ ترلاوسه كول او موسمياتي لچك تعميرول ضروري دے۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د آفتونو د خطرو، خاميو او په زيانونو كښې كمي لپاره د نړيوالو هلو ځلو په حواله د پاكستان د ثابت قدم تړون د عزم پخلې كړے دے٬ د آفتنو خطر كمولو نړيوالې ورځ (13 اكتوبر 2025) په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د افتونو خطر كښې كمي نه يوازې تل پاتې پرمختګ ترلاوسه كول …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د آفتونو د خطرو، خاميو او په زيانونو كښې كمي لپاره د نړيوالو هلو ځلو په حواله د پاكستان د ثابت قدم تړون د عزم پخلې كړے دے٬ د آفتنو خطر كمولو نړيوالې ورځ (13 اكتوبر 2025) په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د افتونو خطر كښې كمي نه يوازې تل پاتې پرمختګ ترلاوسه كول او موسمياتي لچك تعميرول ضروري دے، په دې وروستيو كښې پاكستان د موسمياتي آفتونو تباه كن اثراتو سره مخ شوے چې پكښې د كال 2022 بدترين سېلاب نه تر اوچ كالۍ او د لو بيا بيا بريدونه شامل دي٬ د اوسي پشكال بارانونو حواله وركولو سره نائب وزيراعظم د دې موسمياتي تبدلون له مخې پاكستان ته رامخې ته شوې لوي مالي او ځاني زيان يو بل واضح تنبيه وګرځوله د كومې په نتيجه كښې چې ځانونه او روزګار دواړو ته زيان رسېدلے۔ دې تجرب فعال، په ټيكنالوجي اډانه او د ټول شاملولو سره د افتونو خطر انتظام پلو د پام ګرځولو عزم لا قوي كړے دے۔ ده ووئيل د پاكستان قامي تخفيف د خطرت او د آفتونو لائحه 30-2025 په رڼا كښې يو جامع او كثيرالخطرات نقطه عمل خپلې كړې كومه چې په قامي٬ صوبائي او ضلعي كچه مخنيوي٬ تيارۍ او د لچك په جوړولو زور راوړي٬ تخفيف افتونه او خطرو لپاره سينډائي فريم ورك (2015-2030) سره همكاره، د هېواد په پاليسو كښې ابتدائي انتباهي نظامونه مضبوطولو، پيشګي اقدام زياتول، په پرمختيائي منصوبه بندۍ كښې د خطرو كمي شاملول او د رامخې ته كېدونكې خطرې په ښه ډول پيشن ګوئي او انتظام كولو لپاره اختراع او ټيكنالوجي څخه ګټه پورته كولو په ترجيحي بنيادونو شامل دي۔ اسحاق ډار ووئيل پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې ھغوي دې مرسته قوي كړي، د ټيكنالوجۍ منتقلي دې بهتر كړي او مالياتي ميكانزم دې زيات كړي دغسې چې پرمختګ كوٶنكي هېوادونه د موسمياتي بدلون زياتېدونكې اثرات كمولو او د دې له مخې د كار كولو جوګه كړې شي۔ د تخفيف خطرات و آفات په نړيواله ورځ پاكستان يو محفوظ، زياده لچكدار او د تل پاتې نړۍ جوړولو له د خپلو اجتماغي ذمه وارو توثيق وركولو سره ټولو قامونو سره د يووالي څرګندونه كوي۔

مزید خبریں