د تركيه او آذربائيجان د لوړې كچې پارلماني پلاويو د اېن ډي اېم اے د نيشنل ايمر جنسيز آپريشن سينټر دوره

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د تركيه او آذربائيجان د لوړې كچې پارلماني سپيكر په مشرۍ كښې پلاويو د اېن ډي اېم اے د نيشنل ايمر جنسيز آپريشن سينټر دوره كړې٬ دتركيه د ګرينډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر پروفيسر ډاكټر نعمان كرتلمش او د آذربائيجان د ملي مجلس سپيكر صاحبا غفوروا د پلاوي مشري كوله۔ د اېن اي او سي دورې په موقع سپيكر سردار اياز صادق پلاوو سره …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د تركيه او آذربائيجان د لوړې كچې پارلماني سپيكر په مشرۍ كښې پلاويو د اېن ډي اېم اے د نيشنل ايمر جنسيز آپريشن سينټر دوره كړې٬ دتركيه د ګرينډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر پروفيسر ډاكټر نعمان كرتلمش او د آذربائيجان د ملي مجلس سپيكر صاحبا غفوروا د پلاوي مشري كوله۔ د اېن اي او سي دورې په موقع سپيكر سردار اياز صادق پلاوو سره موجود وو٬ د تركيه، آذربائيجان او پاكستان پارلماني غړو پسمول 40 كسيزه پلاوي د اېن ډي اېم اے د هيډكوارټرز تفصيلي دوره كړې او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك پلاويو ته د پاكستان د فعال ډيزاسټر مينجمنټ فريم ورك په اړه بريفنګ وركړو٬ د ادارې په مركزي كردار، د جديد ټيكنالوجۍ په استعمال او په وخت پېشګي انتباهي نظام په اړه غړي خبر كړل۔ پلاوي ته د اېن ډي اېم اے د سيمه اېز مرستې زياتولو د هلو ځلو٬ معلوماتي تبادلو٬ د تربيې د وركشاپونو او نړيوالو مشقونو په اړه خبر هكړو۔ ده د پشكال 2025 په مهال په كامياب آپريشنز، د وخت نه وړاند د انتباهي نظام او د 30 لكه نه د زياتولو كسانو په وخت انخلاء پلاوي ته بريفنګ وركرو٬ اېن ډي اېم اے په ځپلې سيمو كښې د رېسكيو، ريليف او بحالۍ كوټلې كاروائۍ په موثره ډول ترسره كوي٬ د تركيه او آذربائيجان پلاويو د اېن ډي اېم اے د جديد ټيكنالوجۍ استعمال او قامي استعداد زياتولو د عزم ستائنه وكړه٬ دواړو هېوادونو پاكستان سره د ډيزاسټر رسك ريډكشن، صلاحيت كښې اضافې او شريكې مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلې وكړو۔ درې واړه وروڼه هېوادونه ماحولياتي بدلون او د قدرتي آفتونو د مشتركه چيلنجز مخنيوي لپاره يو موټې دي٬ دا مرسته په منطقه كښې محفوظ٬ مستحكم او په مشتركه فلاح اډانه سباٶن په پلو يو اهم قدم دے

مزید خبریں