شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په شرم الشيخ كښې د مشرانو په امن غونډه كښې ګډون لپاره کانګريس سينټر ته رسېدلے دے ۔ د مصر صدر عبدالفتاح السېسي کانګريس سينټر ته په رارسېدو د وزيراعظم شهباز شريف تود هركلے وكړٶ٬ دواړو مشرانو په مينه سټري مشي وكړل او يو بل يې مباركۍ وركړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز …
وزيراعظم شهباز شريف غزه كښې جنګ بندۍ لپاره شرم الشيخ امن غونډه كښې ګدون لپاره کانګريس سينټر ته روسېد

مزید خبریں
شرم الشېخ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په شرم الشيخ كښې د مشرانو په امن غونډه كښې ګډون لپاره کانګريس سينټر ته رسېدلے دے ۔ د مصر صدر عبدالفتاح السېسي کانګريس سينټر ته په رارسېدو د وزيراعظم شهباز شريف تود هركلے وكړٶ٬ دواړو مشرانو په مينه سټري مشي وكړل او يو بل يې مباركۍ وركړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ او د مصري صدر عبدالفتاح السېسي په خاص بلنه چې شرم الشېخ ته راورسېد نو په اېئر پورټ د مصري يوتھ او سپورټس وزير ډاکټر اشرف صبحيي، په مصر كښې د پاکستان سفير عامر شوکت او د پاکستان او مصري اعلي سفارتي عملےې د وزيراعظم هركلے وكړو۔ وزيراعظم به د امريکې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ، مصري صدر عبدالفتاح السېسي، د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني او د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان ترمېنځه په غزه امن تړون د لاسليك دستوره كښې خاص ګډون كوي۔ نائب وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د وزير اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرطاء تارړ وزيراعظم سره په پلاوي كښې شامل دي۔










