پنځو كالو كښې د پاکستان د داروګانو برامدات تر 30 بلين ډالرو د رسولو هدف لرو ۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پنځو كالو كښې د پاکستان د داروګامو برامدات تر 30 بلين ډالرو د رسولو هدف لرو كوم لپاره چې ټولو ممكن اقدامات باوري كوٶ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډريپ په غونډه كښې كړې۔ په غونده كښې په پنځو كالو كښې تر 30 بلين امريکائي ډالرو د داروګانو د برامدات په هدف …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پنځو كالو كښې د پاکستان د داروګامو برامدات تر 30 بلين ډالرو د رسولو هدف لرو كوم لپاره چې ټولو ممكن اقدامات باوري كوٶ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډريپ په غونډه كښې كړې۔ په غونده كښې په پنځو كالو كښې تر 30 بلين امريکائي ډالرو د داروګانو د برامدات په هدف د پېشرفت جاج واخستو او په دې لړ كښې د برامدات زتولو لپاره د پوخ عزم څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د ډريپ ډلې او د صحت وزارت په دې منصوبه د پېشرفت جاج واخست۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستاد داروګان د ګردې نړۍ ټولو نړيوالو بازارونو ته رسولو لپاره دې هر ممكن ضروري اقدامات باوري كړے شي٬ دا منصوبه يوازې د شمېرو هدف نه دے بلكې د پاکستان د معاشي استحکام علامت دے۔ مونږ به دا څانګه كښې په ايکسپورټ انډسټري بدلولو سره قامي معيشت قوي كوٶ۔ په غونډه كښې د هېلت فيډرل سيکرټري، ايډيشنل سيکرټري او د ډريپ چيف ايګزيکټيو آفيسر هم ګدون وكړو

مزید خبریں