امن، استحكام او معاشي بحالي د هېواد حاجت دے، دښمن د اړي ګړي خپرولو سازش سهولت كاري كوي۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې اړي ګړي خپرولو له د سازش سهولت كاري كيږي،دا مهال امن، استحكام او معاشي بحالي د هېواد حاجت دے، امن ته زيان رسوونكې عناصر د نه قبلولو وړ دي۔د ګل په ورځ په’’ ايكس‘‘ خپل پوسټ كښې ده ووئيل په غزه كښې بشپړه جنګ بندۍ …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې اړي ګړي خپرولو له د سازش سهولت كاري كيږي،دا مهال امن، استحكام او معاشي بحالي د هېواد حاجت دے، امن ته زيان رسوونكې عناصر د نه قبلولو وړ دي۔د ګل په ورځ په’’ ايكس‘‘ خپل پوسټ كښې ده ووئيل په غزه كښې بشپړه جنګ بندۍ او امن نه پس فلسطينيان خوشحاله شوي او د هغوې عسكري تنظيم هم د امن لوظنامه كړې ده،په داسې نازك وخت كښې يوې مذهبي ډلي د اړخه تر دوه كاله اوده پاتې كيدو نه پس جذباتي نعرې لګولو سره وګړي راپارول او اسلام آباد مارچ په شان كالز وركول په واضحه ډول د انتشار خپرولو سازش دے، داحركتونه د بهرني او داخلي دښمنانو د سهولت كارۍ مترادف دي۔پروفيسر احسن اقبال زور راوړو چې نن امن، استحكام او معاشي بحالي د پاكستان ضرورت دے، په داسې وخت كښې څوك چې هم د پاكستان امن او استحكام سره لوبي كوي هغه په حقيقت كښې د قامي ګټې په ضد كار كوي او هغوې به په هيڅ صورت ونه زغملے شي۔

مزید خبریں