اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان، تركيه او آذربائيجان سدا بهار ملګرتيا لري، امنيت ، تجارت، تعليم، ټيكنالوجي او د كلتور په ميدانونو كښې مرستي سره انقره نه تر اسلام آباد او تر باكو د باور، احترام ، د فكر اشتراك فكر قوي پل جوړيدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د درې اړخيزه سپيكرانو غونډي …
پاكستان، تركيه او آذربائيجان سدا بهار ملګرتيا لري، امنيت، تجارت، تعليم، ټيكنالوجي او د كلتور په ميدانونو كښې مرستي سره انقره نه تر اسلام آباد او تر باكو د باور، احترام ، د فكر اشتراك قوي پل جوړيدے شي۔د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان، تركيه او آذربائيجان سدا بهار ملګرتيا لري، امنيت ، تجارت، تعليم، ټيكنالوجي او د كلتور په ميدانونو كښې مرستي سره انقره نه تر اسلام آباد او تر باكو د باور، احترام ، د فكر اشتراك فكر قوي پل جوړيدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د درې اړخيزه سپيكرانو غونډي په موقع افتتاحي سيشن ته وينا كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن په دې كنفرنس كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مننه كولو سره ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر دې مهم وخت كښې وروڼه هېوادونه په يو پليټ فارم راجمع كړې دي،د سېنېټ چيئرمېن د غونډي سرخط مهم ګرځولو سره ووئيل د پارليمنټيرين په حيث دا سرخط زما زړه ته نزدې دے۔ده ووئيل آذربائيجان، پاكستان او تركيه په شريك اقدار او اتحاد قوي خپلولي لري۔ده ووئيل د وزيراعظم پاكستان په حيث ما د تركيې او آذربائيجان لارښودو سره ملاقاتونه شوي ، تركيه يو داسې هېواد دے كوم چې پخپل ماضي فخر كوي او په روښانه سباؤن باور لري، آذربائيجان د مشكلات نه پس خپله خاوره د پرمختګ او تعمير علامت ګرځولې۔ ده ووئيل پاكستان، تركيه او آذربائيجان سدا بهار ملګرتيا لري ، د وختي ضرورت نه بلكه په يوه عقيده اډانه مينه لري ٬ دغسې د جنګونو، بنديزونو او نړيوالو بدلونونو باوجود زمونږ د ملګرتيا او د ورورولۍ خپلولي قائم ده ،درېو واړو هېوادونو عمر له د يو بل د وقار او خپلواكۍ احترام مقدم ساتلے، ده ووئېل درېو واړو هېوادونو په هر مشكل وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي،د يو بل د موقف تائيد يې كړے دے ۔










