اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د برېسټ كينسر په تاخير سره تشخيص د ميرمنو د ځاني زيان لوېې سبب دے،زر تشخيص كوونكو هېوادونو كښې 90 فيصده څخه زياتي ميرمني ښه كيږي۔د ګل په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې برېسټ كينسر په اړه د خبرتيا په حقله خپل پيغام …
د برېسټ كينسر په تاخير سره تشخيص د ميرمنو د ځاني زيان لويې سبب دے۔سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د برېسټ كينسر په تاخير سره تشخيص د ميرمنو د ځاني زيان لوېې سبب دے،زر تشخيص كوونكو هېوادونو كښې 90 فيصده څخه زياتي ميرمني ښه كيږي۔د ګل په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې برېسټ كينسر په اړه د خبرتيا په حقله خپل پيغام كښې شيري رحمان ووئيل برېسټ كينسر پاكستانو ميرمنو كښې تر ټولو عام رنځ ګرځېدلے،په هر انهه كښې يوه ميرمن د برېسټ كينسر خطر سره مخ ده، پاكستان كښې هره ورځ سل څخه زياتي ميرمني د برېسټ كينسر له امله د ژوند څخه لاس وينځي۔دي ووئيل د برېسټ كينسر په تاخير سره تشخيص د ميرمنو د ځاني زيان لويې سبب دے٬ برېسټ كينسر د پاكستان ميرمنو كښې نسبتاً كم عمرۍ كښې څرګنديږي، د شرم و حيا غلط تصورات ميرمنې د درملنې څخه منع كوي۔










