د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه يواے اي ته ورسيده، هغه به دبئۍ ګيټكس پاكستان نمائندګي كوي ۔ د آئي ټي وزارت

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه دبئۍ ته رسيدلي ده چرته به چې هغه ’’ګيټكس دبئۍ‘‘ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې شزا فاطمه خواجه ګيټكس دبئۍ كښې د’’ پاكستان مصنوعي ذهانت او رابطو مهم ، رامخې ته شوو معيشتونو لپاره يوه …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه دبئۍ ته رسيدلي ده چرته به چې هغه ’’ګيټكس دبئۍ‘‘ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې شزا فاطمه خواجه ګيټكس دبئۍ كښې د’’ پاكستان مصنوعي ذهانت او رابطو مهم ، رامخې ته شوو معيشتونو لپاره يوه نمونه ‘‘ په سرخط خطاب كوي۔ شزا فاطمه خواجه د نړيوالو شراكت داريو او د ډيجيټل انوويشن ودي لپاره هلي ځلي كوي۔هغه به د متحده عرب امارات د مصنوعي ذهانت او ډيجيټل اكانومي وزيرِ مملكت ، د رومانيه معيشت وزارتِ صلاحكار او انډسټري او ايډوانسډ ټيكنالوجي وزارتِ چارواكو او سلووينيا ډيجيټل ټرانسفارميشن وزارتِ سيكرټري سره ملاقاتونه كوي۔شزا فاطمه اين سي اي آر ټي او د كاسپر سكائي ترمينځه مفاهمتي يادداښت په لاس ليك دستوره كښې هم ګډون كوي۔

مزید خبریں