د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان قربانۍ د نړۍ د امن لپاره دي،د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د امريکې ناظم الامور نټيلي بيکر سره ملاقات په مهال خبري اتري

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان قربانۍ د ټولي نړۍ امن لپاره دي۔دا خبره ده د امريکې ناظم الامور نټيلي بيکر سره د ملاقات په مهال خبرو كښې كړې ده۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، ډيجيټل ميډيا شراکت دارۍ پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د امريکې ناظم …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان قربانۍ د ټولي نړۍ امن لپاره دي۔دا خبره ده د امريکې ناظم الامور نټيلي بيکر سره د ملاقات په مهال خبرو كښې كړې ده۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، ډيجيټل ميډيا شراکت دارۍ پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د امريکې ناظم الامور ووئيل د پاکستان معيشت د استحکام او پرمختګ پلو روان دے۔ ملاقات كښې د ترهه ګرۍ په ضد پاکستان د وړومبي صف كردار ترسره كوي۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پاکستان د وړومبي صف کردار ترسره كوي،د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ قربانۍ د نړۍ امن لپاره دي۔ده ووئيل حکومت د فيك نيوز خاتمے او ډيجيټلائزيشن ودې لپاره كوټلي پاليسي معارفي كړې ده د كومې لا رامخې ته كولو ته چې اړتيا ده۔د سېلګرۍ ذکر کولو سره د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پاکستان قدرتي حسن، كلتوري تنوع او تاريخي ورثه لرونكې هېواد دے،د سېلګرۍ ودې سره به نه يواځې معاشي هلي ځلي زياتي شي بلکه د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه رابطې به هم قوي شي۔ده ووئيل حکومت د سېلګرۍ ودې له كوټلي ګامونه پورته كوي دغسې چې پاکستان ته د نړيوالي سېلګرۍ په نقشه كښې ښه مقام ترلاسه شي۔ده ووئيل د خبريالانو ښېګړے لپاره هم قانون سازي کوو۔د امريکې ناظم الامور د پاکستان د اړخه د خبريالانو د تحفظ لپاره اقدامات وستائل۔

مزید خبریں