د فتنه الخوارج سهولت كار خوارج دې رياست ته وسپارلے شي يا نتيجې له چمتو اوسئ٬ په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پشا سياسي او مجرمانه اړيكې موجود دي۔ د ډي جي آئي اېس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري پرېس كنفرنس

پېښور 10 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د ترهګرۍ د لعنت خاتمې عزم كولو سره د فتنه الخوارج سهولت كار خبردار كړې دي چې خوارج دې رياست ته وسپارلے شي يا نتيجو لپاره چمتو اوسي، خارجي ترهګرو او د دوي په سهولت كارو به زمكه تنګه كړې شي٬ په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پشا سياسي او مجرمانه اړيكې موجود دي چې زيان …

پېښور 10 اكتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د ترهګرۍ د لعنت خاتمې عزم كولو سره د فتنه الخوارج سهولت كار خبردار كړې دي چې خوارج دې رياست ته وسپارلے شي يا نتيجو لپاره چمتو اوسي، خارجي ترهګرو او د دوي په سهولت كارو به زمكه تنګه كړې شي٬ په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پشا سياسي او مجرمانه اړيكې موجود دي چې زيان ئې د صوبې اولس زغمي٬ يو كس ته خپل ذات لپاره رياست او د پاكستان اولس د ځان٬ مال او عزت سودا كولو نشي وركړې كېدې۔ د جعمې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د كومو عواملو په سبب چې په پاكستان كښې ترهګري روانه ده٬ د دې په وجوهاتو كښې د نيشنل ايكشن پلان په نكات عمل نه كول، د ترهګرو په معامله سياست كول او قام په دې كښې انخلول٬ د هند لخوا افغانستان د پاكستان په ضد د ترهګرۍ د بنياد په توګه استعمالول٬ په افغانستان كښې ترهګرو ته خوندي پټنځايونه وركول٬ د جديد وسلې شتووالے او د ترهګرۍ په شا د ترهګرو كرائم نيكسس مومودګۍ په څېر ځائي او سياسي ملاتړ شامل دے۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د دې پرېس كنفرنس مقصد په صوبه كښې د امنيتي وضعې جاج اغستل دي٬ زمونږ دلته د راتللو مقصد د خېبرپښتونخوا غېرتمند اولس په مېنځ كښې ناستې سره د ترهګرو په ضد د جنګ احاطه كول دي٬ دې سره سره د خېبر پښتونخوا د غېرتمند اولس په دې جنګ كښې قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي٬ زه د پاك پوځ لخوا د عزم تجديد لپاره راغلے يم چې مونږ ټولو له په ګډه د خېبر پښتونخوا د اولس په مرسته “من حيث القوم” د ترهګرۍ لعنت خاتمه كول دي۔ هغه ووئيل د تېرو دوو لسيزو نه زياتې مودې راهسې پاكستان په خاص توګه خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ لعنت سره مخ ده چې پكښې د زرګونو په شمېر بې ګناه وګړي، د قانون نافذ كوٶنكو ادارې٬ انټيلي جنس ايجنسيز، پاك پوځ، پوليس او د اېف سي ځوانانو خپلې وېنې څخه د پاكستان خاوره اوبه كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي په خېبر پښتونخوا كښې د كاونټر ټيررازم په مرسته د جاري اپرېشن جاج وړاندې كولو سره ووئيل د كال 2024 په مهال په خېبر پښتونخوا كښې په مجموعي توګه 14 زره 535 اينټيليجنس بيسډ آپريشنز شوي٬ د ورځې په بنياد شوي د انټيلي جنس بيسډ آپريشن شمېره 40 ته نزدې ده٬ د 2024 په مهال په دې آپريشنز كښې 769 ترهګر وژلي شوي٬ د كال 2024 په مهال په صوبه كښې د آپريشنز په مهال 577 قېتمي كسان شهيدان شوي چې پكښې د پاك پوځ 272 مېړنې افسران او ځوانان، د پوليس 140 او 165 بې ګناه وګړي شامل دي۔ هغه ووئيل په كال 2025 كښې تر 15 ستمبر 10 زره 115 انټيلي جنس بيسډ آپريشنز شوي چې پكښې 917 ترهګر وژلې شوي دي٬ د كال 2025 په مهال په دې آپريشنز كښې 516 قيمتي ځانونه شهيدان شوي چې پكښې د پاك پوځ 311 بهادر آفيسرز او ځوانان ، د پوليس 73 او 132 بې ګناه پاكستاني وګړي شامل دي۔ هغه ووئيل كه د كال 2021 څخه پېښې زياتې شوې دي نو په رسپانس كښې هم اضافه شوې ده٬ سږ كال چې كوم خارجي وژلي شوي د دوي شمېره په تېرو لسو كالو كښې زياته ده۔ هغه ووئيل ترهګر په سندھ او پنجاب كښې ولې خپل نېټ ورك نشي خپرولې ځكه چې په سندھ او پنجاب كښې ګورننس دے، د هغوي ځواكونو د خوارج لاره نيولې ده ٬ بلخوا خېبر پښتونخوا ده چرته چې د ګورننس په نوم هېڅ څيز نشته، چرته چې ترهګر خپله ابادوي او سهولت كاري كوي٬ كه اپرېشن كوٶ نو مخالفت كېږي٬ د صوبائيت رنګ وركولو سره ناوړه سياست كېږي۔ هغه ووئيل مونږ د خپل امنيت خېر د كوم بل هېواد څخه نشو غوښتلے٬ امنيت كورنۍ معامله ده۔ دې هېواد لپاره ډېر قربانۍ وركړې شوي او دا به عبث نه ځي۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د كال 2016 پېښې د آرمي پبلك اسكول نه پس انټيلي جنس ايجنسيو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو د ترهګرۍ لعنت خاتمه پېل كړې او د يوې سوله ايزې خېبرپښتونخوا خوب تر رښتيا كولو ته نزدې رسېدلي خو د بده مرغه په صوبه كښې د سوچ شوي پلان له مخې د ترهګرو او د هغوي سهولت كارو ته سپېس وركرے شو، دلته ګورننس او د اولس خېرښګړه قصداً كمزورې كړې شوه چې زيان يې تر اوسه د صوبې مېړنے او غېرتمند اولس د خپلې وېنې او قربانيو د لارې زغمي۔ ده ووئيل يوازې په 2024 او 2025 كښې پاكستان كښې د وژلې شوو افغانانو شمېره 161 جوړېږي او د دې نه علاوه د افغانستان پولې څخه دخل اندازي كوٶنكي 135 خارجي وژلي شوي او په دوو كالو كښې ځانمرګي بريد كوونكې 30 افغان وګړي وو، دا شمېرې افغانستان د هند د ترهګرو د بېس كېمپ په توګه رامخې ته كوي۔ هغه ووئيل د ترهګرو او جرائم پېشه عناصرو اړيكو ته ځائي او سياسي ملاتړ ترلاسه دے ۔ د پاك پوځ وياند ووئيل اے پي اېس پېښې نه وروستو ټول سياسي ګوندونه٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه پېښور كښې راجمع شوو او يو متفقه لائحه ئې جوړه كړه چې ورته د نيشنل ايكشن پلان نامه وركړې شوه او ټولو سياسي ګوندونو اتفاق وكړو چې كه د ترهګرۍ د لعنت خاتمه كول دي نو په دې نكات به كار كول وي۔ ده ووئيل په كال 2021 كښې تېر صوبائي حكومت چې په كومو نكات كار كړے ٶ ھغه خارج كړے شول او د 14 نكات نظرثاني شوے نيشنل ايكشن پلان ترتيب كړے شو او ټولو سياسي مشرانو، ګوندونو او د وخت صوبائي او وفاقي حكومتونه پرېكړه وكړه چې كه د ترهګرۍ لعنت خاتمه كول وي نو په دې 14 نكات به كار كول وي۔ هغه ووئيل موجوده حكومت هم دې ايكشن پلان ته د عزم استحكام وژن نامه وركړه، هغه ووئيل د ترهګرو وړومبې وجه دا ده چې په دې نكات عمل ونه شوو۔ هغه ووئيل د ايكشن پلان وړومبۍ نكته دا ده چې ترهګر وژل دي ٬ يوازې دا نكته زمكيزو كارورائيو سره تعلق لري٬ ايا په دې كار كېږي يا نه كېږي٬ يوازې په خېبر پښتونخوا كښې سيكيورټي ايجنسۍ هره ورځ د 40 نه زيات انټيلي جنس بيسډ آپريشن كوي، سږ كال مونږ 900 نه زيات ترهګر خپل انجام ته رسولي ؟ آيا زمونږ شهيدان د دې خبري ګواهي نه وركوي چې وړاندې څومره كار كېدو۔ هغه ووئيل د پاتې 13 نكاتو دې هم احاطه وكړې شي چې په دې څه كار كېږي۔ هغه ووئيل دوېمه نكته دا وه چې ميډيا، سوشل ميډيا او سياستدان په ګده د ترهګرو په ضد اودرېږي٬ ټول سياسي مشران او ګوندونه د كال 2014 راهسې په دې خبره متفق دي، آيا مونږ په دې بيانيه ولاړ يوو ؟ د پاك پوځ وياند پوښتنه وكړه چې آيا تاسو دا نه اورئ چې ترهګرو سره دې خبرې وكړې شي٬ آيا مونږ په دې نيشنل ايكشن پلان عمل كوٶ؟ آيا د هرې خبرې حل خبرې دي؟ كه د هرې مسئلې حل په خبرو كښې وې نو چې كله په 6 او 7 مئي هند په پاكستان د ميزائل بريد وكړو ٬ بې ګناه ماشومان٬ مېرمنې ٬ مدرسې او جوماتونه يې شهيدان كړل نو د دې هېواد اولس ولې دا خبره ونه كړه چې بله ورځ به خبرې اترې كوٶ؟ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل ستاسو مشرانو پرېكړه كړې وه چې مونږ به بيانيه جوړوٶ٬ خو ګمراه كونكې بيانيه جوړه كړې شوه۔ هغه ووئيل مونږ نه زمونږ سياستمدارو ٬ ټولو صوبائي واكمنو وئيلي وٶ چې كه ترهګري ختمول وي نو د ترهګرو او جرائمو اړيكې به ختمول وي٬ غېر قانوني كاروبار ٬ نشه اي توكې٬ قلنګ٬ اغوا برائے تاوان او د نان كسټم پيډ ګاډو لعنت څخه به خپله منطقه پاكول وي۔ هغه ووئيل كله چې قانون نافذ كوونكې ادارې د دې لعنت په ضد كاروائۍ كوي نو د دې عناصرو پشا ولاړ په بېلا بېل سياسي او ځائي كچه غږ راپورته كېږي٬ پرېكړه خو تاسو كړې وه چې د دې د خاتمې نه غېر ترهګري نشي ختمېدې۔ د پاك پوځ وياند ووئېل د دې هېواد سياست مدارو او سياسي حكومتونو پرېكړه كړې وه چې د ترهګرې مقدمو لپاره عدالتي نظام قوي كول دي خو اوس مونږ چرته ولاړ يوو٬ چې اګست كال 2025 كښې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ مخنيوي عدالتونو څخه يو ترهګر ته سزا نه ده وركړې شوې، 34 مقدمې په التو كښې دي، 2878 زيرالتوا مقدمات د 3 كالو نه لږه موده او 1706 مقدمې د دريو كالو نه زياته موده شوې ده٬ د ترهګرۍ او د غېر قانوني كاروبار د اړيكو حواله وركولو سره هغه ووئيل د ترهګرو د غېر قانوني كاروبار سره تعلق دے، د نشه اي توكو لس زره 87 كيسز كښې يوازې 679 مجرمانو ته سزا وركړې شوې او د غېر قانوني وسلې 33 زره 389 مقدمو كښې يوازې 6 زره 945 مجرمانو ته سزا شوې ده۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري زياته كړه چې په 2014 او 2021 كښې پرېكړه وشوه چې په صوبه كښې ترهګري ختمول دي نو د ترهګرۍ مخنيوي څانګه (سي ټي ډي) مضبوطول دي خو د ھغه وخت نه د سي ټي ډي په خېبرپښتونخوا كښې آپريشنل صلاحيت په 3200 ځوانانو مشتمل در، ترهګر ستاسو په وړاندې دي ايا دا شمېره كافي ده؟ هغه ووئيل مونږ د صوبې بهادر پوليس او سي ټي ډي ته سلام كوٶ۔ هغه ووئيل په نيشنل ايكشن پلان كښې د مدرسو د اندراج پرېكړه شوې وه او تراوسه په صوبه كښې د 4 زره 355 نزدې 55 فيصد د مدرسو اندراج قدرې نه دې شوے٬ تراوسه اندراج بشپړ شوے نه دے ٬ د يو نصاب او د دې نګراني كول خو جلا خبره ده۔ هغه ووېيل كه پوښتنه دا وي چې ترهګري ولې نه ختمېږي نو د دې پوښتنو ځوابونه هم وركړئ۔ وياند ووئيل په 2014 او بيا په 2021 كښې هم پرېكړه وشوه چې افغانان بېرته لېږل دي نو نن دا بيانيه د كومې راغله چې هغوي بيرته لېږل نه دي پكار، هغه پوښتنه رامخې ته كړه چې ايا تاسو 2014 او په 2021 كښې غلط وئ ؟ او چې كله په افغانستان كښې سوله ده او هلته كوم قابض ځواك نشته نو د څو لسيزو راهسې د افغانانو مېلمستيا كونكے رياست چې د هغوي د بېرته ستنولو خبره كوي نو په دې سياست كېږي، په دې بيانيه جوړېږي او ګمراه كوٶنكې خبرې كېږي۔ وياند ووئيل په دوحه تړون كښې وئيلي شوي وو چې افغان خاوره به نه يوازې د امريكې بلكې د منطقې د يو هېواد په ضد هم نه استعمالېږي۔ وياند په خېبرپښتونخوا كښې د آپريشنز په مهال د وژلے شوو خارجيانو څخه برامد شوې د امريكې وسلو عكسونه هم وښودل۔ هغه ووئيل په تېرو دريو مياشتو كښې د ترهګرې 3 زره 984 پېښې رامخې ته شوي، په دې كښې 70 فيصده په خېبرپښتونخوا كښې ولې رامخې ته شوې دي؟ دا ډېره منطقي پوښتنه ده، كومه چې ځوانان او سوشل ميډيا هم كوي٬ د ترهګرۍ پېښې په پنجاب او سندھ كښې ولې په نظر نه راځي؟ هغه ووئيل په دغه صوبو كښې د ترهګرۍ نه رامخې ته كېدو بنيادي وجه دا نه ده چې ترهګر دغلته كار كول نه غواري او د خپلو نظرياتو ترويج كول نه غواړي، نه د دې بېخي دا وجه نه ده۔ هغه ووئيل د دې وجه دا ده چې په دغې صوبو كښې ګورننس دے، هلته پوليس او قانون نافذ كوٶنكې ادارې شته او هلته د سياست او ترهګرو اړيكې كار نه كوي، زمونږ په دې عظيمه صوبه خېبر پښتونخوا كښې د دې په ځاے چې ترهګري د كاركردګۍ٬ ګورننس او د قانون رټ د لارې ختمه كړې شي٬ دې ته د صوبائيت رنګ وركړے كېږي او په دې سياست كېږي۔ هغه پوښتنه وكړه ايا دا پخپله يو مجرمانه عمل نه دے چې د ګورننس٬ كاركردګۍ، صلاحيت او د كار استعداد او د سي ټي ډي ځوانانو شمېره زياتولو٬ عدالتي نظام قوي كولو او د غېر قانوني مېشته افغانانو بېرته لېږلو په ضد يو كنفيوژن او ابهام پيدا كړے شي۔ هغه ووئيل د دې وجوهاتو په بنياد سرلښكر په واضحه توګه وئيلي دي د ګورننس دا خلا د پاك پوځ افسران، ځوانان، پوليس افسران او ځوانان، ماشومان او زمونږ ادارې پخپلو وېنو ډكوي۔ د پاك پوځ وياند پوښتنه وكړه چې كه د ګورننس خلا نه ډكوئ او په متفقه نيشنل ايكشن پلان عمل نه كوئ نو بيا به په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ د لعنت نه څنګه ځان خلاصوٶ؟ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري واضحه كړه چې د رياست پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي آپريشنز په حواله چې كومه ناسمه، فرضي او من ګھړت بيانيه جوړولې كېږي او د شهيدانو او د پاك پوځ او د پوليس د قربانيو چې كوم سپكاوې كېږي٬ دا د سياسي او مجرمانه اړيكو د ناوړه عزائمو عكاسي كوي، خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په شا هم دا سياسي او مجرمانه اړيكې موجود دي۔ هغه ووئيل مونږ واضحه كول غواړو چې د پاكستاني اولس امنيت د كوم بل هېواد په خاص توګه د افغانستان په اثره نشو پړېښودے ، يوازې رياست، پاك پوځ او د دې قانون نافذ كوٶنكې ادارې د پاكستاني اولس د سلامتيا ضامن دي۔ د پاك پوځ وياند واضحه كړه چې پاك پوځ او د دې ادارې هېڅوك د سياسي چالونو د لارې پرېشانه كولې نشي، رياست او اولس د يو كس په خواهش قربانولې نشوو۔ هغه ووئيل يو كس ته دا اجازه نشي وركوړې كېدې چې ھغه خپل ځان او خپلو مفادات لپاره د پاكستان او د خېبرپښتونخوا غېرتمند او باعزت اولس د ځان٬ مال او عزت سودا وكړي۔ هغه ووئيل پاك پوځ د پاكستان آئين او قانون له مخې په صوبه كښې د كورنۍ سلامتيا وظيفه ترسره كوي، د كومې بنيادي ذمه واري چې د صوبائي او ځائي انتظاميه ده٬ مونږ هيله لرو چې د منفي سياسي٫ تورونو لګولو او جرائم پېشه مافيا د سهولت كارۍ په ځاے به تاسو خپلې دې بنيادي ذمه وارۍ ته پام وكړئ۔ هغه ووئيل مونږ دا هم اميد لرو چې تاسو به د خېبر پښتونخوا د غېرتمند اولس خفاظت لپاره افغانستان څخه د امنيت خېر غوښتلو په ځاے د دې صوبې د ذمه وارو په حېث پخپله د دوي حفاظت وكړئ كوم چې نه يوازې د صوبې د اولس حق دے بلكې ستاسو فرض دے۔وياند ووئيل پاك پوځ دا خبره هم واضحه كول غواړي چې خارجي ترهه ګر او د هغوي سهولت كار كه څوك هم وي او كه په كومه هم عهده وي٬په هغوي به زمكه تنګولې شي ځكه چې پاكستانے قوم د “بنيان مرصوص” پشان د ترهه ګرو او د هغوي سهولت كارو په ضد ولاړ دے او انشاﺀالله ولاړ به وي٬ او زمونږ د شهيدانو وينه به چرته هم بې ځايه نه ځي۔ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل مونږ دا هم واضحه كول غواړو چې اوس به اسټيټس نه چلېږي٬چې كوم تن يا ډله خپله مجبوري يا كومې ګټې له امله د خارجيانو سهولت كاري كوي هغوي سره درې لارې دي۔وړومبۍ دا چې هغوي پخپله دا خارجيان رياست ته وسپاري يا هغوي د ترهه ګرۍ په ضد كاروائيو كښې د رياست ادارو سره په ګډه دا ناسور تر خپل انجام ورسوي دغسې چې بې ګناه اولس ته زيان ونه شي٬دريم هغه دا خبردارے وركړو چې كه چرې دا دواړه كارونه نه كوي نو بيا د خارجيانو سهولت كار دې د پاكستان رياست بشپړه ايكشن لپاره چمتو شي۔د پاك پوځ وياند د صوبې شهيدانو عكسونو ښودلو سره په غم جن غږ ووئيل دا د دې خاورې هغه ميړني دي چا چې ستاسو لپاره د خپل ځان قرباني وركړې٬د دوي په شهادتونو او قربانو چاته هم د سياست كولو اجازه نه شي وركړې كېدې ۔ده ووئيل پاكستان زنده باد به وي او خېبرپښتونخوا زنده باد به وي۔دا حقيقت څوك هم بدلولې نه شي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري افغانستان كښې د پرېښودلې شوې امريكائي وسلې د ترهه ګرو د لارې د كارېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دا ضروري نه ده چې دا وسله او سامان فتنه الخوارج او فتنته الهندوستان وكاروي٬دا سامان او وسله چرته هم استعمالېدے شي۔هغه ووئيل د امريكې حكومت هم پخپله فكر مند دے او د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ بيانات هم رپورټ شوي چې پكښې هغه وئېلي دي دا وسله او سامان به بيرته اخستلې شي۔هغه ووئيل دا پريكړه كول د افغانستان حكومت كار دے چې هغوي د غېر رياستي عناصرو سرپرستي روانه ساتل غواړي يا نه ٬ زمونږ كار خپل پېغام ورسول دي او هغه مونږ په زباني او عملي توګه كار كوو۔مونږ بالكل واضحه يوو چې مونږ به د هغوي څنګه مخ نيوے كوو۔د نېشنل ايكشن پلان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل مونږ پوهه يو چې څيزونه به څنګه بدليږي٬څيزونه به هغه وخت بدليږي چې كله مونږ يو موټے يوو او مونږ په نېشنل ايكشن پلان عمل وكړو٬مونږ بيا بيا وئېلي دي چې ترهه ګرو سره به ټول قام جنګيږي۔هغه ووئيل چې څوك سياسي شعبده بازي كوي د هغوي ګريوان دې ونيولے شي او د هغوي څخه دې پوښتنه وكړۍ شي چې زمونږ عزت٬مال او ځان سره لوبې ولې كوئ او د ترهه ګرۍ بيانيه ولې سپورټ كوئ۔د آئي اېس پي آر ډي جي د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل ترهه ګري به داسې ختمه شي چې مونږ د ترهه ګر او د هغوي سهولت كار يو برابر وګڼو٬څوك چې د ترهه ګرو سهولتكاري كوي او هغوي وسله په خپل كور كښې اېښودې ده نو په دوي او ترهه ګر كښې څه فرق دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډي جي آئي ایس پي آر ووئېل سیاسي حکومت کله دا وائي چې په خبرو به مسئله حل شي او كله وائي چې د کابل په وړاندې په سر ټيټولو به مسئله حل شي، نو دا د دوي د بیانیې ډېره وړه غونډې برخه ده ، كوم د ترهه ګرو سهولت کار چې وژل شو ٬ د هغه سهولت کار كورنيو ته په پیسه وركولو خپله رتبه زياتول د حکومت لپاره ډېره آسانه ده ۔ هغه ووئېل تاسو په ګورننس او کرپشن خبره ولې نه كوې ، ځكه چې هره لمحه د دوي د بیانیې بنیاد يوازې د سیکیورټي مسائل دي۔ نورې صوبې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ له د این ایف سي يو فیصد وركوي ، د دې ځائے څخه نه وركړې كېږي ھغه چرته ځي ، په ترقیاتي منصوبو کار نه كېږي ، د اولس لپاره كار پكار ؤ ، ولې ونه شو ، دلته د 40 اربه روپو کرپشن د يوې پسماندہ ضلعې د يو درمیانه درجې د ټھیکیدار نه رامخې ته شو، په هغې تاسو پوښتنه ونه كړه ځكه چې د ترهه ګرۍ د بره بیانیه په دې کنفیوژن كښې وساتلې شي ۔ ډي جي آئي ایس پي آر زياته كړه تاسو ته به دا څوك ونه وائي چې د افغانستان سره په اوږده پوله د بل پلو زمونږ د ځواكونو په انګیج کولو ترهه ګر او قاچاق په پوله راړولې شي ، د دروغو او کنفیوژن په بیانیه جوړولو كښې مهارت تر لاسه كړے شوے او د دې لپاره سوشل میډیا په پراخه توګه كارولې شي ۔ هغه ووئېل د پاکستان اولس ته د دیانتدارۍ سره د ړښتيا وئېلو ضرورت دے۔ ځكه د دې منفي سیاست، د ګمراہ كونكې بیانیې زور د لسيزو نه خیبرپښتونخوا زغمي ۔ هغه ووئېل مونږ ټولو له به د دې منفي پروپیګنډې په خلاف په يوه خله اورېدل وي او د دروغو او د غلاظت نه ډك سیاست نه به خپل ځان لرې كول وي او زمونږ سره د دې نه سوا بل كوم چوائس نشته او مونږ به هم داسې كوو۔ ډي جي آئي ایس پي آر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل زمونږ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ به د كوم هم سياسي خنډ نه بغیر روان وي ، دا زمونږ د بقا جنګ دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل د نیشنل ایکشن پلان په 14 نکات چې څوك عمل نه كول غواړي هغوي خپلې ذاتي، مالي او سیاسي ګټې لري، زموڼږ ځوانان او افسران كومه ذاتي یا مالي ګټې لپاره نه د پاکستان لپاره د ګولو نه تېرېږي ، كه مونږ له د آزاد، غیرتمند او خود داره قام په حیث ژوند كول دي نو بيا بس چوائس يو دے او هغه دا دے چې مونږ له د ترهه ګرو، خوارج او د هغوي سهولت کارو سره جنګ كول دي او دا ناسور ختمول دي ۔ ډي جي آئي ایس پي آر د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ووئبل مونږ د ریاست ادارہ يوو او زمونږ لپاره ټول سیاسي ګوندونه او ټول سیاسي لارښود د احترام وړ دي ، خو كه كوم ګوند يا سړے دا ګڼي چې د هغه سیاست د دې ریاست نه لوي دے نو دا مونږ ته قبول نه دے۔ هغه ووئېل د پاکستان آئین مطابق په هېواد كښې جمهوریت دے او دا زمونږ لپاره ډېر د احترام وړ نظام دے او هم په دې كښې د پاکستان مستقبل دے، هم په دې جمهوري نظام دننه هېواد له ځان بهتر كول دي او وړاندې تلل دي ، مونږ د يوې ریاستي ادارې په توګه وايو چې مونږ د خپل سیاست لپاره استعمال نه كړئ ، مونږ د ریاست او اولس لپاره ځان قرباني كوو ٬ مونږ د چا د سیاست جنګ نه كوو ۔ ډي جي د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل تر څو چې د سیاسي او مجرمانه ګټھ جوړ د لارې ترهه ګرۍ ته د پاتي كېدو سهارا وركړې كېږي، زموڼږ ځوانان به شهیدان كېږي او دا سلسله به تر هغه وخت روانه وي تر څو چې د پاکستان اولس د دوي د ګمراہ کُونكې سیاسي پروپیګنډې په وړاندې د دوي نه پوښتنې ونه كړي ، تر څو چې تاسو په دې 14 نکات په بشپړ ډول عمل ونه كړې ٬ دا سلسله به تر هغه وخت روانه وي تر چې مونږ په دې خبر نه شوو چې د پاکستان د تحفظ ضامن مونږ پخپله يوو۔

مزید خبریں