اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن پاكستان(پي آر اے پي)پلاوي سره د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔پلاوي مشري نوي ټاكلي صدر(پي آر اے پي)ايم بي سومرو وكړه او پلاوي كښې سېكرټري نويد اكبر٬احمد نواز او جاويد نور شامل وو۔د ملاقات په مهال پارليماني رپورټرز اېسوسي ايشن نوې ټاكلې باډۍ نه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاكستان پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن پاكستان(پي آر اے پي)پلاوي سره د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔پلاوي مشري نوي ټاكلي صدر(پي آر اے پي)ايم بي سومرو وكړه او پلاوي كښې سېكرټري نويد اكبر٬احمد نواز او جاويد نور شامل وو۔د ملاقات په مهال پارليماني رپورټرز اېسوسي ايشن نوې ټاكلې باډۍ نه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه خبر كړو او هغوي ته يې خواست وكړو چې د (پي آر اے پي) نوو ټاكلو عهديدارو نه سوګند واخلي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پلاوي درخواست د زړه نه قبولولو سره د قامي اسمبلۍ راتلونكې غونډې په مهال د (پي آر اے پي) نوې ټاكلې باډۍ څخه د سوګند اخستلو باور وركړو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر د پي آر اے پي نوي قيادت ته مباركي وركړه او د پارليماني خبريالانو كردار يې وستائېلو۔ده ووئيل د پارليمان د كاروائۍ موثر كوريج كښې د پارليماني رپورټرز كردار مهم او د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل آزاد او ذمه وار صحافت د جمهوري ادارو استحكام او د اولسي خبرتيا ودې لپاره كليدي كردار ادا كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د دې عزم څرګندونه وكړه چې پارليماني رپورټرز له خپلې پيشه وره ذمه واره ادائيګۍ لپاره هر ممكن آسانۍ او مرسته به وركولې شي۔










