اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي حکومت د وزيراعظم په امر پاکستان کرپټو کونسل جوړ كړے دے دغسې چې په هېواد كښې کرپټو کرنسۍ لپاره يو ريګوليټري او آپريشنل فريم ورك جوړ كړے شي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب طارق …
حکومت کرپټو کرنسۍ ته د ودې يا د دې د بندولو اراده نه لري، ريګوليټري او آپريشنل فريم ورك جوړولو لپاره پاکستان کرپټو کونسل جوړ كړے شوے ۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي حکومت د وزيراعظم په امر پاکستان کرپټو کونسل جوړ كړے دے دغسې چې په هېواد كښې کرپټو کرنسۍ لپاره يو ريګوليټري او آپريشنل فريم ورك جوړ كړے شي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب طارق فضل چوهدري واضحه كړه چې حکومت کرپټو کرنسۍ ته ودې وركولو يا د دې د بندولو اراده نه لري بلكې دا د يو منظم قانوني نظام له مخې كولو مقصد لري دغسې چې د دې د ناسمه استعمال لاره ونيولې شي او سپېځلتيا باوري كړې شي۔ ده ووئيل مونږ دا خبره باوري كولو لپاره كار كوو چې د كرپټو په اړه هلې ځلې يو رسمي، سپېځلې او په قانوني انداز منظم كړې شي٬ جوړېدونكے فرېم ورك به غېر قانوني وركړې راكړې پشمول د هر ډول نا سمه كارولو لاره نيولو له مرسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ازس مهال په پاکستان كښې د کرپټو کرنسۍ په حواله يا نورو غېر قانوني مالي هلو ځلو كښې د استعمالېدو شواهد نشته۔










