وزيراعظم شهباز شريف سره د ايتھوپيا سفير ډاکټر جمال بيکر عبد اهلچ د مخه ښې ملاقات، د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې لا زياتولو لپاره د عزم پخلے

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او ايتھوپيا ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، زراعت او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې شريكس مرسته لا زياتولو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د ايتھوپيا پاکستان كښې سفير ډاکټر جمال بيکر عبداهلر د مخه ښې ملاقات كړے۔ وزيراعظم د ايتھوپيا …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او ايتھوپيا ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، زراعت او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې شريكس مرسته لا زياتولو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د ايتھوپيا پاکستان كښې سفير ډاکټر جمال بيکر عبداهلر د مخه ښې ملاقات كړے۔ وزيراعظم د ايتھوپيا سفير ته كاميابۍ سره په سفارتي موده بشپړولو مباركي وركولو او د دواړو هېوادونو اړيكو قوي كولو كښې د كردار لوبولو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د ايتھوپيا سفير ته د سفارتي مودې په مهال د تجارتي تړون٬ د كراچۍ او اديس ابابا ترمېنځه د نېغ په نېغه پروازونو په څېر په سنګ ميل ترسره كولو خاص مباركي وركړه۔ وزيراعظم په افريقه كښې د ايتھوپيا په مهم کردار رڼا اچولو سره د پاکستان او ايتھوپيا ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، زراعت او د ټيکنالوجۍ په څانګو كښې شريكې مرستې لا زياتولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع د ايتھوپيا سفير د خپلې سفارتي مودې په مهال د پاكستان حكومت او اولس لخوا د مرستې او د دوستۍ په ماحول وركولو مننه وكړه۔ وزيراعظم د ايتھوپيا حکومت او مشرانو لپاره د احترام جذبات او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اعلي كچ رابطو لا زياتولو خواهش هم څرګند كړو۔

مزید خبریں