اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان خلائي تحقيق ته پاملرنه كوي ٬ ځكه چې د يو قام يا تهذيب د عروج و زوال تعلق علم او تحقيق په خاص توګه خلائي سائنس سره تړلے دے۔ دا خبره ده په ماډل کالج فار ګرلز كښې د ورلډ اسپيس ويك پائې غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ احسن …
پاکستان خلائي تحقيق ته پاملرنه كوي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال په ماډل کالج فار ګرلز كښې د ورلډ اسپيس ويك پائې دستوره كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان خلائي تحقيق ته پاملرنه كوي ٬ ځكه چې د يو قام يا تهذيب د عروج و زوال تعلق علم او تحقيق په خاص توګه خلائي سائنس سره تړلے دے۔ دا خبره ده په ماډل کالج فار ګرلز كښې د ورلډ اسپيس ويك پائې غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ احسن اقبال ووئيل په ماضي كښې مسلمان سائنس مدارو د فلکيات او په خلائي علومو كښې د نړۍ لارښودنه كړې او نن په ټيکنالوجي كښې ترقي كړي هېوادونه نړيواله مخ ملازه لري ۔ ده په زده كوٶنكو زور راوړو چې مونږ ته د داسې محققين او سائنس مدارو ضرورت دے كوم چې قام علم او تحقيق پلو راغب كړي٬ د وفاقي وزير له مخې جديد نړۍ كښې د ژوند هره څانګه خلائي تحقيق سره تړلې شوې ده او د سيارو سګنلز، کميونيکيشن او نيويګيشن سسټمز قامي پرمختګ لپاره بنيادي اهميت لري۔ د دستورې په پائې كښې وفاقي وزير د سپېس اېګزيبيشن دوره وكړه او په سپېس واك كښې يې ګډون كولو نه وروستو په د ماډل كالج په انګڼ كښې يو بوټې هم نال كړو۔










