اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت په هېواد كښې د عام امن لپاره د فيډرل کانسټيبلري (اېف سي) د كار استعداد زياتولو پرېكړه كړې ده۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير محسن نقوي په پېښور كښې د فېډرل کانسټيبلري د مركزي دفتر دوره كړې او په دې موقع يې د فيډرل کانسټيبلري شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فورس په ميوزيم …
د كورنيو چارو وزارت په هېواد كښې عام امن لپاره د اېف سي د كار استعداد زياتولو پرېكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت په هېواد كښې د عام امن لپاره د فيډرل کانسټيبلري (اېف سي) د كار استعداد زياتولو پرېكړه كړې ده۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير محسن نقوي په پېښور كښې د فېډرل کانسټيبلري د مركزي دفتر دوره كړې او په دې موقع يې د فيډرل کانسټيبلري شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فورس په ميوزيم كښې په موجود زړه وسله كښې د خوښۍ څرګندونه كړې۔ داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د فيډرل کانسټيبلري په هيډکوارټر كښې مهمه غونډه وشوه چې پكښې د سولې ثبات د مجموعي وضعې جاج واخستلے شو٬ په دې موقع پرېكړه وشوه چې عام امن باوري كولو لپاره به د اېف سي د كار استعداد زياتولې شي٬ ده ووئيل اېف سي به په هر لحاظ سره قوي كولې شي دغسې چې ھغوي امن لپاره خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړې شي۔ محسن نقوي ووئيل فيډرل کانسټيبلري د پاكستان د وړومبني صف فورس جوړولو ته پام لرنه كو او دې لپاره به هر ډول ممكن وسائل وركولې شي۔ د داخله وزارت وياند تر مخه د فيډرل کانسټيبلري مېړنو ځوانانو د ترهګرۍ په ضد لازواله قربانۍ وركړې دي كومې چې به قام تل يادې ساتي










