وزيراعظم محمد شهباز شريف اوركزئۍ كښې د 30 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف اوركزئۍ كښې د 30 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونو ستائنې كولو سره وئېلي دي د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو د خپل ځان په قرباني وركولو د هېواد دښمن عناصرو ناپاك عزائم خاورې كړل او د هېواد دفاع له شپه ورځ مصروف دي ۔ د ليفټيننټ كرنل جنيد طارق شهيد او ميجر طيب راحت شهيد …

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف اوركزئۍ كښې د 30 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونو ستائنې كولو سره وئېلي دي د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو د خپل ځان په قرباني وركولو د هېواد دښمن عناصرو ناپاك عزائم خاورې كړل او د هېواد دفاع له شپه ورځ مصروف دي ۔ د ليفټيننټ كرنل جنيد طارق شهيد او ميجر طيب راحت شهيد پشمول نورو شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په تېرو ورځو كښې اوركزئي كښې په ترهه ګرۍ كښې د ككړو فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد جمال مايه كښې په كامياب آپرېشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔وزيراعظم كاروائۍ كښې د ككړو 30 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئېل د ليفټيننټ كرنل جنيد طارق شهيد او ميجر طيب راحت شهيد پشمول د نورو شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل د پاكستان پوځ هر افسر او ځوان د هېواد دفاع په خاطر شهيد كيږي ٬ زما پشمول ټول قام په دوي وياړ لري٬ د ترهه ګرو ناپاك عزائم به چرې هم كاميابۍ ته پرې نه ږدو او د ترهه ګرۍ لعنت د هېواد څخه تر خاتمې به جنګ روان ساتلې شي۔وزيراعظم ووئيل د هيواد حفاظت غېر متزلزل عزم كښې زما پشمول ټول قام د خپلو مېړنو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں