اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات چارو كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئېلي دي په اوسني صورتحال كښې د خېبرپښتونخوا ساعتونه په مخالف لوري روان دي٬كه باني چيئرمېن خپلو سازشونو كښې كامياب شو ٬نو دا رفتار به لا ګړندے شي٬د ميرمنو په جنګ كښې دې خېبرپښتونخوا سره لوبې بندې كړی شي۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره خپلو …
په اوسني صورتحال كښې د خېبرپښتونخوا ساعتونه په مخالف لوري روان دي٬كه باني چيئرمېن خپلو سازشونو كښې كامياب شو ٬نو دا رفتار به لا ګړندے شي ۔د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات چارو كوآرډينيټر اختيار ولي خان خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات چارو كوآرډينيټر اختيار ولي خان وئېلي دي په اوسني صورتحال كښې د خېبرپښتونخوا ساعتونه په مخالف لوري روان دي٬كه باني چيئرمېن خپلو سازشونو كښې كامياب شو ٬نو دا رفتار به لا ګړندے شي٬د ميرمنو په جنګ كښې دې خېبرپښتونخوا سره لوبې بندې كړی شي۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل صوبو كښې د وزيراعلٰی بدلول يوه د معمول معامله پكار ده٬البته چرته چې د ګورننس سمولو يا قانون او د انتظام د سنګين خراب صورتحال ادراك لرلي شي هلته بدلون مناسب ګرځول كېدے شي٬ ده ووئېل داسې صوبه كومه چې نازك ترينه ده كومه چې يو پلو د ترهه ګرۍ په اور كښې سوځي نو بل پلو بيډ ګورننس له امله ورځ په ورځ تباهي او بربادۍ پلو روانه ده۔اختيار ولي ووئيل ځينې داسې كيسونه رامخې ته كيږي چرته چې حكومتي عهدې اخستل خرڅيدل معمول ګرځېدلے٬ځينې وزيران په دوه كاله كنټريكټ له په كروړونو روپو راځي٬سيكرټري يو كال كنټريكټ لپاره لويې رقم وركوي او كمشنر خپل پوسټ په پيسو وركولو ترلاسه كوي۔ده ووئيل كه باني تحريك انصاف وزيراعلې د ګورننس په بنياد سنيجيده اصلاحات له بدل كړے نو د دوي به ستائنه كېده خو موجوده حالات كښې د علي امين ګنډا پور اخوا كول او د سهيل آفريدي راوستل موروثي٬اندروني او كاروباري سياست ښكاري۔ده ووئيل۔ده تاسو ته معلومه نه ده چې د صوبې څه حالات دي٬هلته د ترهه ګرۍ له امله څومره ځوانان شهيدان شوي٬عام وګړي او پوليس فورس په زرګونو خلق شهيدان شوي٬تاسو ته هلته د نازك صورتحال هېڅ اندازه نشته۔اختيار ولي خان ووئيل د باني چيئرمېن يو ضد دے چې رياست سره ټكر وهل دي٬پوځ او پاكستان بدنامول دي٬كه هغه آئي ايم اېف ته ليټر ليكل وي٬په پوځ تورونه لګول وي يا د اسلام آباد پلو يلغار كول وي٬ د خپلې جوډيشري په ضد د پاكستان مقبول سياسي مشرتابه په ضد يوه پروپیګنډا كول وي نو خپل سوشل ميډيا بريګيډ ورته پرېږدي۔ده ووئيل د نوې نامزد وزيراعلٰی سهيل آفريدي سره زما ذاتي كوم اختلافات نشته خو د هغه شناخت د رياست مخالف بيانونو سره پېوست پاتې شوے۔اختيار ولي خان ووئيل په اوسني صورتحال د خېبرپښتونخوا ساعتونه په مخالف لوري روان دي٬كه باني چيئرمېن خپلو سازشونو كښې كامياب شو ٬نو دا رفتار به لا ګړندې شي۔ده د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير قيادت لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونې كولو سره پاك پوځ لپاره د استقامت دعا وكړه۔










